تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د هرات سیمه ییز چارواکي وایي د دې ولایت د ملي امنیت ځواکونو په تېروتنه یو د راکټ مرمۍ توغولې، چې له امله یې اته تنه ټپیان شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي،چې پیښه شاوخوا ۱۱ بجې شوې ده.
جیلاني فرهاد زیاته کړه، چې دا پیښه د ملي امنیت ولایتي ریاست ته څېرمه شوې ده.
په ورته وخت کې، د هرات د روغتون رئیس ډاکټر محمد عارف جلالي رسنیو ته ویلي، چې اته تنه هغه وخت ټپیان شوي کله، چې د ملي امنیت پوستو ته نږدې راکټونه توغول شوي وو.
هغه وویل، چې په ټپيانو کې یو لس کلن ماشوم او درې سرتیري شامل دي.
روغتیایي چارواکي وایي په ټپیانو کې د درېیو تنو حالت نازک دی.