Homeخبرونهد کابل په والي یعقوب حیدري وسله وال برید شوی

د کابل په والي یعقوب حیدري وسله وال برید شوی

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د دغه ولایت په والي محمد یعقوب حیدري وسله وال برید شوی چې خپله ترې روغ وتلی خو یو امنیتي سرتیري پکې وژل شوی دی.

د کابل د والي ویاند ناصر مهري وايي، په شکردرې ولسوالۍ کې د طالبانو ډلې اړوند کسانو د جمعې په مازدیګر په محمد یعقوب حیدري د هغه کورته نږدې سیمه کې برید وکړ، چې نوموړي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د کابل د والي ویاند وویل چې د ښاغلي حیدري کور په شکردرې ولسوالۍ کې یوه غره ته نږدې موقعیت لري چې طالبانو د هغه د نښه کولو په موخه په غره کې موضع نېولې وه.

هغه زیاته کړه د برید پر مهال امنیتي ځواکونو په سیمه کې شتون درلود چې طالبانو سره په نښته کې یو عسکر ووژل شو.

د کابل د والي ویاند وویل چې په دغه برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې ده، خو هغوی ته یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...