یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد مشورتي لویې جرګې ۱۴ غړي په کورونا ویروس اخته شوي

د مشورتي لویې جرګې ۱۴ غړي په کورونا ویروس اخته شوي

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي،چې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې ۱۴ غړي په کورونا اخته شوي دي.
یاد وزارت رسنیو ته ویلي، چې د جرګې دا غړي اوس روغتون ته لېږدول شوي او تر در ملنې لاندې دي.
سره له دې،چې په افغانستان کې د کورونا ویروس خطرات شتون لري خو بیاهم افغان حکومت د سولې مشورتي لویه جرګه دایره کړه.
افغان حکومت یاده جرګه د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو د پرېکړې په اړه جوړه کړې ده.
د سولې مشورتي لویه جرګه د جمعې په ورځ پیل او نن شنبه پای ته رسیږي.
د یادې جرګې یږ شمیر غړی وایي د جرګې ډیری غړو د طالب بندیانو د خلاصون پریکړه کړې خو په دې شرط چې بین الافغاني مذاکرات پیل او سوله وشي.
د دې جرګې راکنځته کیدو په خاطر په کابل ښار کې عمومي رخصتي اعلان شوې او د تګ راتګ ټولې لارې تړلې دي.
کابل ښاریان وایي د لارې تړل کېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%aa%d9%8a-%d9%84%d9%88%db%8c%db%90-%d8%ac%d8%b1%da%ab%db%90-%d9%be%d9%87-%d8%b1%d8%a7%d8%a8%d9%84%d9%84-%da%a9%db%90%d8%af%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%ae%d9%84%da%a9/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب