یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد بشر حقونو خپلواک کمیسیون: طالب زندانیان دې په مشروطه توګه ازاد...

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون: طالب زندانیان دې په مشروطه توګه ازاد شي

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي حکومت دې په مشروطه توګه طالب زندانیان خوشې کړي.

د دغه کمیسیون په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي، حکومت دې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې نړیوالو تجربو ته په کتو په مشروط ډول بندیان ازاد کړي.

اعلامیه زیاتوي له قید او شرط پرته د زندانیانو خوشې کول به د معافیت فرهنګ پیاوړی کړي او ورسره به د قربانیانو په حقونو کې ستر ظلم وي چې ددې پروسې دوام به یو ناوړه حالت رامنځته کړي.

دغه کمیسیون د سولې مشورتي لویې جرګې له  غړو هم غوښتنه کړې چې په خپلو پرېکړو کې دې له دقت کار واخلي او د قربانیانو کورنۍ دې په نظر کې ونیسي او ددوی حقونو ته دې دروناوی وشي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون وايي نړیواله ټولنه مسؤلیت لري چې له بشري حقونو څخه دفاع وکړي او عدالت تامین کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب