پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه بلخ کې د طالبانو برید ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

په بلخ کې د طالبانو برید ۱۶ طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند(شنبه، د اسد ۱۸) امنیتي ځواکونو د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو حمله شنډه کړې.

وسله والو طالبانو تیره شپه د بلخ ولسوالۍ د “وزیرآباد” په کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ.

د ملي دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه برید شنډ کړ او طالبانو ته یې تلفات اړولي.

اعلامیه وايي چې په برید کې ۱۲ طالب وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دل لومړی ځل دی چې په بلخ کې د طالبانو برید ۱۶ تنه مړه او ټپیان کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...