سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد سولې مشورتي لویې جرګې خپله دویمه کاري ورځ پیل کړه

د سولې مشورتي لویې جرګې خپله دویمه کاري ورځ پیل کړه

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د سولې مشورتي لویه جرګه دوهمه کاري ورځ د اسد په ۱۸مه د شنبې په سهار پیل شوه.

په مشورتي لویه جرګه کې د سولې د عالي شورا رییس او د مشورتي لویې جرګې رییس عبدالله عبدالله هم حضور درلود.

د سولې مشورتي لویه جرګه خپله دوهمه کاري ورځ د جرګې د ۱۷ کمیټو د راپورونو سره پیل کړه.

د دې جرګې ۳۳ کمیټو خپل راپورونه پرون وړاندې کړل.

تر دې دمه د لویې جرګې زیاتو کمیټو د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدو ته په مشروط ډول رایه ورکړې ده.

د سولې مشورتي لویه جرګه نن پای ته رسیږي.

د دې لویې جرګې د کاري کمیټو د بحث او رایو پایلې به د دې غونډې په پای کې د یوې پریکړې په بڼه راپور شي.

ټاکل شوې ولسمشر محمد اشرف غني د لویې جرګې پای غونډې ته وینا وکړي.

1 COMMENT

  1. د افغانستان په تاریخ کښي د افغانستان د خپلواکی له مینځه وړلواو د افغان ملت تباهی لپاره همدی منفورو اجنبیو غلامانو مصنوعی ملایانو او وروسته غلامو کمونستانو زمینه برابره کړی دی چی ددی روښانه مثالونه ئي د ګوډ ملا لنګ او د سقاؤ زوی او د عربی شیخانو مصنوعی اخوان المسلمین ( اخوان الشیاطین ) راپیداکیدل او همدارنګه نه یوازی د ی شوروی غلامو کمونیستانو رامینځ ته کیدل بلکه ددی مصنوعی عربی شیخانو اخوان المسمین په کومک هم نمو وکړه ! مصنوعی ملایان په تام شکل سره د ملت پر مخ تګ مخالف اود ملت د بی سوادی ساتلو په هڅه کښي وو او ددی ملی خیانت باندی اوس هم لګیا دی او ددی مردود ارمان پوره کول په جعلی آیتونو او حدیثونو عملی کول غواړی تر څو چی افغان ملت دوامدار د اجنبیو غلام وګرزی ، د افغانستان ملت بدبختی د انګلیس غلام ملا لنګ څخه شروع او دی کمونیستانو غلامانو ( د حسن شرق او جلالر شوروی جاسوسانو رهبران ) د شوروی په ملاتړ او د لیونی شهید محمد داؤد خان په مشرۍ تر سره کیدل دی ، د ی ۴۷ کالونو کښي اجنبیانو خپل غلامان په رنګارنګو کالیو کښي د ملت پر اوږو سپاره کړل او هر یو ګروپ کوشش کاوه چی د ملت غولولو لپاره د مرحوم محمد ظاهرشاه ملی شهرت څخه سؤ استفاده وکړی لکه قاتل غلام نجیب ، غلامانو طالبانو ( ځانونه ئي ملت ته د ظاهرشاه لښکر ښودل په حقیقت کښي دی غلامو طالبانو د سلاح جمع کولوپروګرام د تنظیمونو قاتلانو څخه د خائين خلیلزاد په وسیله کاملآ شنډ کړ ) او وروسته د ملی خائين جاسوس غلام کرزی حلقی ( چی پدی حلقی کښي ټول قاتلین ګروپونه امریکا سره متحد کړی وو او اوس دا پاتی شوونی طالبان د صلحی جعلی شعار لاندی هم په فریبی سره ورسره یو ځای کول غواړی او ددی لپاره ساختګی لویه جرګه راغوښتی چی دا ملی خائينین بیا وروسته ددملی خیانت لپاره لویه جرګه وسیله وګرزوی !!!! افغان ملت صادق مسلمان ملت وو او دی او همیش ئي په صدق سره د خاوری استقلالیت او خپل مذهب او کلتور ساتلو لپاره قربانی ورکړی دی او دا اجنبیو دا شووم او فریبکاره خائين پلان هم نشی عملی کیدای !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب