یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له مایک پمپیو سره د افغان...

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له مایک پمپیو سره د افغان سولې په باره کې خبرې وکړې

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) پاکستان یو ځل بیا له امریکا سره ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د متحده ایلاتو د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.

شاه محمود قریشي ویلي د افغان سولې په باره کې د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدل په دې مانا دي چې افغانان سولې ته لېوال دي او ټول ددې غوښتونکي دي چې روانه جګړه نوره پای ته ورسېږي.

اعلامیه زیاتوي قریشي د افغانستان وروستیو بدلونونو ته په کتو سره ویلي اړتیا ده چې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

نوموړي ټینګار کړی چې هېواد یې د افغان سولې له پروسې سره همکاري کوي او تر هغه به دغه همکاریو ته دوام ورکوي، تر څو چې په افغانستان کې سوله نه ویي راغلي.

هغه ویلي تل یې هڅه کړې چې په افغانستان کې جګړه ختمه شي او افغانان یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي.

همدارنګه دواړو لورو د امریکا او پاکستان د اړیکو په پراختیا هم خبرې کړي دي.

 

1 COMMENT

  1. تولعنت دې وي پر پنجابي شیطان وي چې هم دا کوي هم هغه کوي . د ټالب لکۍ او جلب د دغو هرایی منډه اي حرامیانو په لاس کې ده او د همکارۍ وعدې هم دوی ورکوي . الله تعالی مو په خپل بل کړي اور کې کباب کړه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب