پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهبولټن وایي امریکا د عراق د تجزیې او دایران حکومت د بدلون...

بولټن وایي امریکا د عراق د تجزیې او دایران حکومت د بدلون پلان لري

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وايي، په امریکايي حکومت کې یو نظر دا دی چې عراق باید تجزیه شي.
بولټن زیاته کړې امریکا دغه راز غواړي د ایران حکومت هم بدل کړل شي.
نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې له وړاندې هم د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې دا نظر موجود و چې عراق باید تجزیه شي او کوردان ځان ته هېواد جوړ کړي، خو په خبره یې یو شمېر کسان یې مخالفت وکړ.
بولټن همدا راز ویلي اوس باید کوردان د امریکا تر ټاکنو وروسته د خپلواک هېواد جوړولو ته تیاری ولري ځکه د نوموړي په خبره په امریکايي حکومت کې د عراق د تجزیه کېدو نظر په پراخه پیمانه موجود دی.
امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار ټینګار کړی،چې د عراق تجزیه به مثبتې پایلې ولري، ځکه که د عراق د تجزیه کېدو اوسنی وضعیت دوام وکړي نه یوازې دا چې مثبت لوري ته نه ځي، بلکې برعکس مخ پر خرابېدو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...