Homeمقالېاقتصادسوداګرۍ خونه وایي د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی

سوداګرۍ خونه وایي د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی

تاند (شنبه، د اسد، ۱۸) دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او دې حالت سخت اندېښمن کړي دي.
په ورته مهال افغان سوداګر هم تر یوه بریده په سوداګریز بهیر د کورونا منفي تاثیرات مني، خو زیاتوي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا هم نه دی توانېدلی، چې ګاونډیو هېوادونو سره هغه ستونزې حل کړي.
سوداګر وایي تر اوسه هم افغان صادرات له ستونزو سره مخ دي.
د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولان بیا وايي، چې د کورونا له امله نړیوالو مارکېټونو ته د افغان صادراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.
دوی زیاتوي،تر اوسه یې نږدې ۲۰ زره میټریک ټنه صادرات تر سره کړي او هیله څرګندوي، چې د مالي کال په وروستیو دوو ربعو کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا هم د سوداګرۍ له وزارت نه غوښتنه کوي، چې باید د صادراتو د پراختیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....