Homeخبرونهنی: په ملي شوراګانو کې د بیان آزادي باید له پامه ونه...

نی: په ملي شوراګانو کې د بیان آزادي باید له پامه ونه غورځول شي

تاند(شنبه، د اسد ۱۸) د لویې جرګې په تالار کې د فراه د خلکو استازې د بلقيس روشن د وهلو په غبرګون کې د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې یا نی ویلي، چې د بیان آزادي باید خوندي شي او په ملي غونډو کې باید له پامه ونه غورځول شي.

تېره ورځ د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ میرمن بلقیس روشن غوښتل په لاریون کې خپل غږ پورته کړي او دا شعار ورکړي چې “وحشي طالبانو ته د باج ورکول یو ملي خیانت دی” خو له غبرګون سره مخ شوه او په زوره له تالار نه وویستل شوه.

نی ویلي،چې دا پیښه د نافذه قوانینو څخه سرغړونه ده او په افغان حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني یې غږ کړی، چې د قضیې په هکله څېړنه وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: “دا مسله باید په اسانۍ له پامه ونه غورځول شي ، ځکه چې د سولې په مشورتي جرګه کې ګډونوال د خپلو نظرونو د څرګندولو لپاره سره راټول شوي ، که نه نو د غونډې منطق به رد شي.”

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو هم ښیې چې د لویې جرګې عامه تالار کې یوه ښځه د بلې ښځې لخوا وهل ټکول شوې.

په ورته وخت کې ، د سولې مشورتي لویې جرګې رییس عبدالله عبدالله د افغانستان ملي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د میرمن بلقیس روشن سره ترسره شوی چلند غلط او د منلو وړ نه و.

عبدالله په داسې حال کې چې له میرمن روشن څخه بښنه وغوښته ، دا هم وویل چې دا مسله باید وڅیړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...