جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد مشورتي لویې جرګې په رابلل کېدو سره د کابل اوسېدونکي له...

د مشورتي لویې جرګې په رابلل کېدو سره د کابل اوسېدونکي له جدي ستونزو سره مخ دي

تاند (شنبه، د اسد ۱۸) د سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې رابلل کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

دغې جرګې ته ټولې ورغلې لارې د خلکو او ترافیکو پر مخ تړل شوي او هېچاته په کابل ښار کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي حکومت دې د خلکو ستونزو ته لاسرسی وکړي او ددې پر ځای چې ستونزې کمې شي لا یې پسې زیاتې کړي دي.

په همدې حال کې بیا د کابل اوسېدونکي په هېواد کې د سولې پر ټینګښت ټینګار کوي او د مشورتي لویې جرګې له ګډونوالو غواړي چې د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خلاصون په اړه دې ډېر دقیق اوسي.

په ورته وخت کې د سولې مشورتي لویې جرګې غړي وایي چې کاري کمیټو کې د جرګې غړو پرون په ستر اکثریت، د طالبانو د پاتې ۴۰۰ زندانیانو د خوشي کیدو او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو غوښتنه وکړه.

مشورتي لویه جرګه چې پرون په کابل کې د پولېتخنیک پوهنتون په خیمه کې د څه باندې ۳۰۰۰ کسانو په ګډون پیل شوه د نن ورځې تر پایه به دوام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب