سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان حکومت د پاکستاني عسکرو پر پوستو د برید ادعا رد...

د افغانستان حکومت د پاکستاني عسکرو پر پوستو د برید ادعا رد کړه؛ مقابل لوري تازه بریدونه کړي

تاند (جمعه، د اسد ۱۷) پاکستاني ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ له پرون ورځې راهیسې ۲۰ راکټونه ویشتلي دي.

د برمل اوسېدونکي وايي، پاکستاني پوځیانو له تېرو څو ورځو راهیسې د برمل ولسوالۍ په مرغې سیمه راکټي بریدونه بریدونه کوي چې پرون ماښام یې تازه توغندي ویشتي دي.

دوی وايي وړمه ورځ د پاکستاني عسکرو په بریدونو کې ۷ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

په همدې حال کې د ۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي چې سیمې ته یې د توغول شویو هاوانونو او سرحدي سرغړونو د ارزونې په موخه یو ګډ پلاوی استولی دی او د سیمې له خلکو سره یې په دغه ستونزه خبرې کړي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ویلي، په سیمه کې یې امنیتي ځواکونو ته د تیارسۍ امر کړی دی.

د یو بل خبر له مخې پاکستاني ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهیسې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۶۵ راکټي بریدونه کړي دي.

د کونړ د والي ویاند د پاکستاني عسکرو تازه بریدونه تاییدوي او وايي چې د دغو بریدونو له امله ګڼ شمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان حکومت ویلي وو، افغان امنیتي سرتېرو یې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پر پوستو بریدونه کړي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې په دغه برید کې افغان لوري سپکې او درنې وسلې هم کارولي دي، چې یو عسکر یې وژل شوی او درې نور یې ټپيان دي.

د افغانستان حکومت بیا د پاکستاني عسکرو پر پوستو د برید ادعا رد کړه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان او یا بل کوم هېواد په زیان د افغانستان خاوره وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب