سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت: د ایم ټي این شرکت په...

د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوجۍ وزارت: د ایم ټي این شرکت په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم دي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت ټول هغه راپورونه چې ګوندې ایم ټي ان مخابراتي شرکت په افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي ناسم وبلل.

د ام ټي ان مخابراتي شرکت په اړه د هغه خبر په اساس چې یو شمېر رسنیو او خبري اژانسونو د خارجي رسنیو په حواله نن پنجشنبه، د اسد په ۱۶ خپور کړی وو، په افغانستان کې د یو شمېر خلکو او په ځانکړي ډول ددغه شرکت د پېرېدونکو غبرګونونه راوپارول.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي باید روښانه شي چې د دې شرکت وروستۍ پریکړه د سوداګرۍ اهدافو او د اړوندو ستراتیژیو او پالیسیو پراساس ده، چې اصلاً هر تجارتي او غیر تجارتي بنسټ او سازمان یې لپاره لري.

اعلامیه زیاتوي ام ټي ان شرکت یواځې پرېکړه کړې چې د خپلې سرمايې، د پېرېدونکو شمېر او بازار ته په کتو د مناسب شرکت او معاملې په کولو سره خپل اسهام وپلوري او خپله توجه افریقايي هېوادونو ته زیاته کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي دغه شرکت چې له حکومت، پیرودونکو او سکتوري ادارو سره کوم قراردادونه لري ورته ژمن دی او د پخوا په څېر به په دې برخه کې خپلو فعالیتونو او خدماتو ته دوام ورکړي.

سرچینه زیاتوي لکه څنګه چې د رسنیو په راپورونو کې راغلي دي، د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د دې شرکت د اسهامو د فعالیت او یا د پلورنې د توقف موضوع هم د دغه شرکت د ستراتیژۍ او پالیسۍ په اساس ده او د افغانستان  حکومت او یا وضعیت پورې هېڅ ارتباط نه لري.

په ورته وخت کې د ایم ټي این شرکت اجرائیوي رئیس عباد رضا، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) رهبرۍ، عمر منصور انصاري ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه وتل یې لومړیتوب نه دی او نه په دې تړاو کومه قطعي پرېکړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب