پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزد ژوندانه ۱۰ کُلي قوانین

د ژوندانه ۱۰ کُلي قوانین

ژباړه: نعمت الله “پټانزی”   #آنتوني-رابینز
لومړی قانون:
تاسو ته بدن درکړل شوی دی که مینه ورسره ولرئ یا ترې نفرت وکړئ خو په دې خبره باید وپوهیږئ چې په دې خاورینه نړۍ کې د ژوند ترپایه درسره ملګری دی.
دوهم قانون:
د ژوند په نوم مو په  یوه غیر رسمي مدرسه کې نوم لیکنه کړې ده.
دریم قانون:
تیروتنه وجود نه لري ، یوازې یو درس دی.
څلورم قانون:
دا درس دومره تکراریږي ترڅوچې زده یې کړئ.
پنځم قانون:
زده کړه یې پای نه لري.
شپږم قانون:
بې ځایه پریکړه مه کوئ،بې ځایه غیبت مه کوئ،بې ځایه ادعا مه کوئ، شخصیت وژنه مه کوئ اوچاته سپکاوی مه کوئ کنه نو؛ دا ټول ستاسې مخې ته راځي.
اووم قانون:
نورخلک یوازې ستاسوهنداره ده.
آتم قانون:
د ژوندانه د څرنګوالي ټاکنه ستاسو په لاس کې ده، ټول وسایل او د اړتیا وړ منابع ستاسو په خپل واک کې دي.
نهم قانون:
ستاسو ځوابونه ستاسو په خپل بدن کې دي،یوازې کارچې تاسویې سرته رسولای شئ هغه دا دی چې وګورئ،غوږونیسئ او باور وکړئ.
لسم قانون:
تاسو دټولو ښیګڼه وغواړئ ترڅو چې تاسو ته هم خیر ورسیږي،په ډیرو کلیو باور مه کوئ بلکه د کلۍ جوړول زده کړئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب