Homeخبرونهاسترالیا په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې...

استرالیا په افغانستان کې د کانونو د استخراج په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) ولسمشر محمد اشرف غني او د اسټرالیا فورتسیکو مېټل ګروپ کمپنۍ رئیس په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو وغږېدل.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې د اسټرالیا یوې لویې کمپنۍ رئیس انډریو فوریسټ سره چې د اوسپنې تولید، د کانونو سکتور او د تجدید وړ انرژۍ په برخو کې فعالیت لري، د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ولسمشر په دې آنلاین غونډه کې د اوبو او لمر منابعو د انرژۍ د تولید په برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه هم بحث وکړ.

سرچینه وايي انډریو فوریست په افغانستان کې د تجدید وړ انرژۍ تولید او کانونو استخراج برخو کې پانګونې لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې ډېر ژر به افغانستان ته د ګډ کار په موخه خپلې ارزونې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...