سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeخبرونهنيمروز کې دملکي وګړو پر موټر ماين چاودنې ۶ تنه ووژل

نيمروز کې دملکي وګړو پر موټر ماين چاودنې ۶ تنه ووژل

تاند ( پنج شنبه، د اسد ۱۶) له لوی اختر وروسته یو ځل جګړې او بمي چاودنو زور اخیستی او یوازې نن په څو بمي چاودنو کې تر شلو ډېر کسان ووژل شول

.
د ۲۱۵ میوند قول اردو مسولان وایي تيره ورځ د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې د ملکيانو په مازدا ډوله موټر ماين چاودنه شوې.

سرچینه وایي په دې چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې د بغلان په چشمه شېرسیمه کې هم نن سهار د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د تېلو ۲ ټانکره سوځېدلي دي
د بغلان د پولیسو ویاند، جاوید بشارت ویلي، چې په دې نښته کې طالبان د څلورو وژل شویو او دوه ټپيانو سره تښتیدلي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%d8%ba%d9%84%d8%a7%d9%86-%d9%be%d9%87-%da%86%d8%b4%d9%85%d9%87-%d8%b4%db%90%d8%b1%d8%b3%db%8c%d9%85%d9%87-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%da%81%d9%88%d8%a7%da%a9%d9%88/

تېره ورځ هم د بغلان د ولایتي شورا د پخواني غړي ۱۲ ساتونکي هغه مهال ووژل شول کله، چې د دوی موټر د سړک د غاړې پر ماین ور برابر شول.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%d8%ba%d9%84%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%88%d9%84%d8%a7%db%8c%d8%aa%d9%8a-%d8%b4%d9%88%d8%b1%d8%a7-%d8%af-%d9%be%d8%ae%d9%88%d8%a7%d9%86%d9%8a-%d8%ba%da%93%d9%8a-%db%b1%db%b2-%da%a9%d8%b

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب