جمعه, اپریل 19, 2024
Homeمقالېاسلامبیعت که انتخابات؟ | زبیر افغان

بیعت که انتخابات؟ | زبیر افغان

په دې مقاله کې غواړم د بیعت، انتخاباتو او حل و عقد په اړه ځيني ناروښانه ګوښې را وسپړم. تر اسلام مخکې عربو کې د سودا مهال رواج وو چې د فاینل سودا لپاره يې یوبل ته لاسونه سره ور کول چې بیعت یا صفقه ورته ویل کېده. همدارنګه يې له خپلو مشرانو سره د وفادارۍ په پار هغه ته لاس ور کاوه، د اسلام تر راتلو وروسته همدا طریقه په مسلمانانو کې هم رواج شوه او له خپلو مشرانو سره به عوامو بیعت کاوه چې هم هغه ته د وفادارۍ ژمنه ور کړي او هم له هغه څخه وعده واخلي چې زموږ له حفونو به دفاع کوي او هر مسوول کس د خپل ولس په وړاندي مسوول دی چې دا لاس ور کول يې د دواړو خبرو ثبوت وو. (۱)

د حل و عقد په اړه لغتپوهان وايي چې حل خلاصولو او د یوه جامد شي ویلېدو ته هم ویل کېږي، عقد بیا غوټې ته وايي چې دلته د مسلمانانو د عامه چارو د سمبالښت په خاطر د نظام ایجادول هدف دي، اصلا باید عقد و حل لیکل شوی وای ځکه تر عقد وروسته حل موجودېږي خو ممکن ځینو د سهولت په خاطر همداسي لیکلی دی.پر دې موضوع ځینو څېړونکو نوشته کړي چې د حل و عقد اصطلاح لومړی ابو بکر باقلاني په خپل کتاب کې کارولې ده چې وروسته بیا پسې عامه شوه. نوموړی عالم په ۴۰۳ کې مړ دی نو مالومه شوه چې په څلورمه هجري پيړۍ کې هغه دا اصطلاح رامنځته کړې ده او له دې هر څه سره ځینو ادعا کړې ده چې دا یوه اسلامي او شرعي صبغه لري!(۲)

انتخاب هم د دې دوو الفاظو په شان عربي لفظ دی چې مانا يې ټاکنه ده، د انتخاباتو اصطلاح بیا نوې ده چي پخوا نه وه کار شوې او د ټاکنې په مانا ده. له دې اصطلاح هدف دادی چې ولس د خپلې مشرۍ او شورا لپاره ځيني کسان په خپلو رایو ټاکي(انتخابوي).

ځيني کسان فکر کوي چې بیعت په اسلام کي ريښه لري، همدا شان د حل و عقد له لارې رامنځته شوی حکومت اسلامي صبغه لري اما انتخابات بیا په اسلام کې ناروا دي. زما په اند دوی په ديني مفاهیمو کې تر ماهیت شکل ته ډېره توجو کوي، که په دې پوه شي چې له هرې زمانې سره د شرعي احکامو د تطبیق اړتیا ده، نو بیا اړینه ده چې تر شکل ماهیت ته ډېره پاملرنه وشي او انتخابات د بیعت یو نوی ورژن وبلل شي همدا شان د حل و عقد ځای باید لويي چرګې ته پرېښودل شي او د شورا د پخواني نوم پر ځای نوی نوم پارلمان غوره شي او د غوراوي طریقې به يې هم حتما فرق سره کوي که څه هم پخواني هم د شورا او حل و عقد د انتخاب پر یوه طریقه سره جوړ نه دي راغلي او ګڼې طریقې يې بیان شوې دي نو نن هم شونې ده چې یوه بله طریقه د اوس وخت غوښتنو او حالاتو ته په کتو پر اضافه کړو. ځکه د وخت له تېرېدو سره نوي مفاهیم رامنځته کېږي، غوښتنې نوې او زیاتېږي، کلتور او فرهنګ ته نوي شیان لار پيدا کوي، له یوه ځایه بل ځای، له یوه وخته بل وخت، له یوه قومه بل قوم او له یوه ملته بل ولس ته غوښتنې او تقاضاوې بدلېږي، د دې لپاره اړینه ده چې تر شکل ماهیت ته پام وکړو.

تر دې مقدماتي خبرو وروسته زه اصلي خبرې ته راځم. زما په اند بیعت د انتخاباتو یو پخوانی شکل دی، اصلا مهمه دلته داده چې د ټولنې لپاره یو مسوول وټاکل شي چې د هغه په مشري کې د خلکو چارې مخته یووړل شي، په دې ځای کې هدف بیعت نه دی نه انتخابات دي بلکې دلته هدف د یوه زعیم انتخاب دی چې د هغه تر مشري لاندي چارې سمې پر مخ ولاړې شي، که د انتخاباتو پر حراموالی او د بیعت پر شرعي والي خبرې ګرمي کړو نو له موږ به اصل مقصد ورک وي او په وسیله غوندي شیانو کې به مو بحث پيل کړی وي. زه د ځينو کسانو په شان اصلا له لویه سره دا نه منم چې نظام هم اسلامي و نااسلامي کېدای شي، اسلام او کفر د انسان کړنې دي، که اطاعت وکړي او پر خپل رب و رسول يې ایمان راوړي نو مسلمان دی او کنه منکر(کافر) دی. نظام د عامه چارو د سمې سمبالونې یو چوکاټ دی او چوکاټ ته د کفر یا اسلام نسبت کول زما په اند سهي نه دي. په اسلامي نصوصو کې هم د نظام په اړه د اسلامي یا شرعي نظام یا هم د کفر نظام هيڅ هم نه شته نه دا راغلي چي دغه شرعي امیر دی او هغه بیا کفري امیر دی. همدا شان شریعت کوم چوکاټ  نه دی مقرر کړی چې په دې چوکاټ کې دننه دي نظام جوړ شي څو اسلام یا شریعت ته منسوب شي او که دا نه وي بیا کفر یا نااسلامۍ ته منسوبېږي.

د شرعي لومړیتوبونو په پېژندلو موږ کولای شو چې د داسې بې فایدې کشالو او شخړو مخه ونیسو. لومړی باید هغه اولویتونه په ګوته شي چې د شریعت هدف دي او د هغو لپاره جدي مبارزه وشي نه دا چې له شریعته سیاسي قدرت ته د رسيدو وسیله جوړه شي او د انسانيت لپاره راغلی رحمت دین د ځينو خاصو کړیو د انحصاري قدرت په وجه د سیاست غوندي بدنام شي، هغه دین چې هدف يې انساني و بشري اصلاح وه ولي باید په لوی لاس د انساني خرابونې او وژنې کار ترې واخیستل شي!؟

مهمه دا ده چې پر بشر د ظلم مخه ونیول شي، انسان د انسان له مرییتوبه ازاد شي، خلک د باورونو په انتخاب کې ازاد پرېښودل شي، کوم څه چې په دين و شریعت کې راغلي هغو باندي باور وساتل شي او د څه په اړه چې يې سکوت کړی هغه دونیوي چارې وګڼل شي او په هغه ډول مخته یووړلې شي چې د بشر په ګټه وي، زمان او مکان يې تقاضا کوي. له وخت سره ټکر یوازي د بشر په تاوان تمامېږي او که د ټکر لامل هر ډول عقیده یا باور وي نو هغه باور و عقیده به هم ډېره بدنامه شي.

پاته شوه د حل وعقد موضوع؛ دا اصطلاح لومړی د یوه عالم له لوري په څلورمه هجري پېړۍ کې استعمال شوه چې وروسته د نورو عالمانو له لوري تر کارونې وروسته پسې عامه شوه. یاني د خیر القرون د زمانې اصطلاح هم نه ده چې ځيني خلګ يې د حکومت لپاره د یوه اسلامي موډل په توګه وړاندي کوي، ممکن د هغه وخت غوښتنه به وه چې هغوی ایجاد کړې ده اما نن اړینه نه ده چې موږ دې دا موډل نظام جوړ کړو او د خپل وخت عيني شرایط له پامه وغورزوو. د عبد الله بن ابراهیم په پاس یاد شوي کتاب کې یادونه شوې ده چې اهل حل و عقد او اهل شورا هم تر خپل منځ توپير سره لري، ده ویلي چې اهل حل و العقد دوامداره دنده نه لري، بلکې موقته چاره ده، له دوی مشوره نه غوښته کېږي بلکي د یوې ستونزې د حل په موخه راغونډېږي او حل وړاندي کوي، مګر اهل شورا بیا دوامداره خپل کارونه مخته وړي، د مشورې تر طلب وروسته هغوی مشوره ور کوي او داسې نور ټکي.

ما چې په هغو توپيري ټکو کې فکر وکړ نو عینا زموږ د زمانې لویه جرګه او ملي شورا غوندي یو شی ترې راوتی. اهل حل و العقد لویه جرګه ده او ملي شورا بیا د هغې زمانې اهل الشورا دي. انتخابات عینا د بیعت نوی شکل دی چې له نن زمانې سره سمون هم خوري او د حالاتو غوښتنه هم ده.

زما په اند پر دې موضوعاتو شخړه یوازي لفظي ده، حقیقت کې دا یو شان دي، دوی هغه زمانه کې یو نوم ور کاوه او نن خلګ بل، هغه زمانه کې به يې ممکن شکل یو رنګه وو او نن به يې لږ تغییر کړی وي، دا تغییر یوازي په دې چارو کې نه راځي، بلکې په نورو شیانو کې هم راغلی دی، مثلا حج ته تلل، اذان کول، د شاهدۍ په اړه له نویو وسایلو کار اخیستل، د جنس یا سره و سپينو پر ځای د کرنسۍ کارول او داسې نور، لکه دا یاد شیان چې د وخت غوښتنه وه او ده، همدارنګه انتخابات، لویه جرګه او ملي شورا هم د وخت غوښتنې دي چې د شکل په لږ تغییر د هماغه اهدافو لپاره کارېږي لکه دوی چې بیعت، اهل حل و العقد او اهل شورا په خپله زمانه کې کارول.

د هر شي هدف مهم وي، هغه ته وسیلې که هره یوه وي توپير نه لري چې اصل هدف ته لاس رسی په پيدا کېږي نور وسایل ممکن مختلف وي، د زمانې په تېرېدا سره توپير هم وکړي او د کلتورونو ادلون بدلون هم تغییر ور کړي خو هدف به له لاسه نه وزي، کله چې هدف په هره وسیله تر لاسه کېږي هماغه وسیله سمه ده او د الفاظو پر سر يې شخړه د هوښیارانو کار نه دی.

۲۰۱۸/ ۱۰/ ۳۱

۱/(ابن منظور، لسان العرب، بیروت چاپ دار احیاء التراث العربي ۱۴۰۸هق چاپ:۱، ج:۷،مح:۳۶۵، سید محمد حسین طباطبايي،المیزان، قم: موسسه مطبوعاتي اسماعلیان۱۴۱۲، چاپ:۵، ج:۱۸،مخ:۴۷۲، ابن اثیر، النهاية، بیروت مکتبة المعارف ۱۹۶۶، لومړی چاپ ج: ۱، مخ: ۱۷۴.

۲/(القاموس المحیط باب اللام فصل الحاء ماده حل مخ: ۱۲۷۵، اهل الحل والعقد، صفاتهم و وظائفهم، د دکتور عبد الله بن ابراهیم الطریقي مخ: ۱۸، او ۲۶)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب