جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهکونړ چارواکي: پاکستان یوځل بیا پر کونړ ۶۵ توغندي توغولي

کونړ چارواکي: پاکستان یوځل بیا پر کونړ ۶۵ توغندي توغولي

تاند (پنج شنبه، د اسد۱۶) د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پاکستانيو پوځیانو د کونړ پر دانګام ولسوالۍ ۶۵ توغندي ویشتي دي.

مصمم زیاته کړه،چې د توغندیو له امله کلیوالو ګڼ څاروي له منځه تللي دي.

ځایي خلک وایي په زیات شمېر کورنۍ له یادو سیمو له همدې امله کډوال شوي او مالي زیانونه یې لیدلي دي.

دوی له حکومت نه غوښتنه کوي څو دا ستونزه حل او له دوی سره دې مرسته وکړي.

پاکستانیو پوځیانو له دې وړاندې هم پر کونړ توغندي توغولي او افغان حکومت یې پر وړاندې چوپتیا ښودلې ده.

د یادولو ده،چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې حمدالله محب کونړ ته د خپل سفر پرمهال وویلې،چې دوی به د پاکستانیو ځواکونو هر توغندي ته باالمثل ځواب ووایي.

سره له دې، چې پاکستان یوځل بیا ورته عمل ترسره کړ افغان حکومت یې په ځواب کې څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې په سپین بولدک کې زرګونه کسانو د پاکستاني حکومت د وروستیو کړنو پر وړاندې لاریون کړی دی.

د راپورونو له مخې ګڼ شمیر کسان په سپین بولدک ولسوالۍ کې راټول شوي او د پاکستاني ځواکونو هغه اقدامات یې وغندل، چې خلکو ته د ستونزو  جوړېدو او جګړو لامل شوي دي.

لاریون کوونکو د پاکستان ضد شعارونه ورکول او خبرداری یې ورکړ، چې  که پاکستاني عسکر بیا ځلې دغه ډول برید او تحرکات ترسره کړي نو سخت ځواب به ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب