پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهملي عوامي ګوند: پښتونخوا کې د حکومت په ملاتړ د پښتنو لرغوني...

ملي عوامي ګوند: پښتونخوا کې د حکومت په ملاتړ د پښتنو لرغوني اثار غلا شوي

تاند (پنج شنبه، د اسد ۱۶) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویاند هارون ثمر وایي، چې په خیبرپښتونخوا کې له موزیمونو د پښتنو یو شمېر لرغوني اثار پټ شوي دي.

هارون ثمر نن دا خبري د یوه خبري کنفرانس پرمهال رسنیو ته وکړې.

نوموړي زیاته کړه، چې دوی په دې اړه یونیسکو ته هم یو لیک استولی دی او پکې یې له یادې ادارې غوښتنه کړې ده، چې پښتونخوا ته دې د لرغونو اثارو د څار لپاره یو لوړپوړی پلاوی واستوي.

ثمر دغه راز پر پاکستاني حکومت هم تور پورې کړی دی، چې د زړو ودانیو د نښو نښانو ساتلو لپاره یې هیڅ کار نه دی کړی.

هغه وویلې،چې پاکستانی حکومت هڅه کوي د خیبرپښتونخوا تاریخي میراثونه له نابودۍ سره مخ کړي.

بل لورته د پاکستان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب