جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد بغلان په چشمه شېرسیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ...

د بغلان په چشمه شېرسیمه کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د تېلو ۲ ټانکره سوځېدلي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۱۶) نن سهار، د بغلان ولایت په چشمه شیر سیمه کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په جګړه کې، د تیلو دوه ټانکرونو اور واخیست او د کابل شمال سړک چې له دې لارې تیریږي، د ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوی و.

د بغلان د پولیسو ویاند، جاوید بشارت وویل چې طالبان د څلورو وژل شویو او دوه ټپيانو سره تښتیدلي.

بل خوا جان محمد ، یو تن مسافر، رسنیو ته وویل چې سړک په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورغلی او شاوخوا تګ یې سخت دی.

په ورته وخت کې، د چهارشنبې په ورځ، د بغلان د ولایتي شورا د پخواني غړي ۱۲ ساتونکي هغه مهال ووژل شول کله، چې د دوی موټر د سړک د غاړې پر ماین ور برابر شو. طالبان د لوی اختر نه مخکې په دغه سړک راوتې وه او د موټرونو څخه یې چې د حیرتانو، آقینه بندر له لارې سوداګریز توکي لیږدول د لارې په اوږدو کې ټول ټرکونه یې له ځان سره وړي وو.

خو اوس د بغلان نظامي چارواکي وايي چې دوی د نوو امنیتي تدابیرو سره د لارې په اوږدو کې د طالبانو پوستې له منځه وړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب