یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهحامد کرزي په مشروط ډول د مشورتي لویې جرګې له احتمالي پرېکړې...

حامد کرزي په مشروط ډول د مشورتي لویې جرګې له احتمالي پرېکړې ملاتړ اعلان کړ

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) پخواني ولسمشر حامد کرزي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د مشورتي لويې جرګې له احتمالي پرېکړې څخه په مشروط ډول ملاتړ اعلان کړ.

حامد کرزی وايي تمه لري چې مشورتي لویه جرګه به یواځې د بین الافغاني مذاکراتو په ژر پیلېدو تاکید وکړي او ټول هغه اقدامات تر سره کړي چې تر جرګې وروسته سراسري اوربند تأمین، بین‌الافغانی مذاکرات فوراً پیل او په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

په اعلامیه کې راغلي که لویه جرګه دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره اقدامات تر سره کړي د ملاتړ او تایید وړ ده.

حامد کرزي ویلي په دې توګه کولی شو افغانستان د استقلال، سولې او ملي حاکمیت خاوند کړو چې په دې سره به له هېواده د بهرنیو لاس وهنې او مداخلې ختمې شي.

له بلې خوا، پخوانی ولسمشر وايي د څه مودې راهیسې په هیواد کې د سولې د تامین لپاره هڅې روانې دي چې په ​​بیلابیلو مرحلو کې له خنډونو سره مخامخ شوي دي.

کرزي زیاته کړې حکومت او طالبان دې ژر تر ژره د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وړاندې هر راز خنډونه لرې او د باور فضا رامنځ ته کړي.

ټاکل شوې مشورتي لویه جرګه سبا جمعه د اسد په ۱۷ کابل کې تر سره شي.

2 COMMENTS

  1. حامد کرزي 14 کاله د افغانستان پرولس فرمانروایي وکړه ، دا ټولې موجوده ستونزې د دوی میراث دی . هغه یو ضعیف ، ډارن ، سازش کاره او پښتون ضد ولسمشر وو چې په میلیاردونو دالرو نړیوالو مرستو نه یې د پښتنو په سیمو کې هېڅ سرمایه ګذاري ونکړه . د دوی په وخت کې پر پښتنو په مختلفو نومونو ظلم او بې عدالتي وشوه او هغوی یې مبارزې ته اړکړل . فکر کوم له دې 400 لانجمنو زندانیانو نه ډېر یې د کرزي له وخته پاته دي چې اوس یې د افغانستان دولت او ولس ته ستونزې جوړې کړي دي . د موجوده قوانینو پراساس ولسمشر د دغو زندانیانو د بښلو او خوشې کولو صلاحیت نه لري . بنا ښاغلی کرزی او ټول سیاسون مجبور دي د اوسنۍ لویې جرګې د جوړولو او د هغې د فیصلو ملاتړ وکړي .

    • سلام
      کرزی ددې تولو لانجمنو کړ کېچنو،شیطانیو ، منافقتونو، مکاریو او پېښو اصلی عامل په افغاستان کې ګڼل کیږی .لاړشی انترنت ته ننوزی او دده پرېکړې ، ناستې او ولاړې دننه اوله هېواد بهر وګوري بیایې د خامې غوښې مرکه او دا رګ کیسې واورې چې دی څه وایی؟د کرزی په فاسدو او شومو دسیسو باندې دغه مجاهده خاوره شرمیړی.کرزی سره نه شاهین او نه زه کومه شخصی ستونزه لرو خو څه چې عیان دی بیان ته ضرورت نه لری. څه چې دیګی کې وی هغه حمڅۍ کې راوځی!
      کرزی به تل د عالم اسباب نارې سورې وهلې خو نه پوهېده چې کوم وخت کې یې استعمال کړی هم عالم سره خیانت وکړ او هم یې اسباب سره دواړو ته یې اور واچوه( هلمند،کندهار) لاهم دملی یوالی شوق لری او ښکاری چې لکۍ یې چېرته نښتې .ځینې ڼړیوال جاسوسا ن د فساد له امله چیغې وهی خو بیا دغه ډول کسانو ته هېڅ کوم تګلاری نه لری حتی دوه سری حکومت یې نور هم نازوی دادهمدې ملت جفا اوګناه ده چې تل ازمایلی بیا ازمایی عافبت په خیر.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب