یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهبریتانوی حقوقپوه: یو نظامي واحد افغانستان کې د ملکيانو قصدي وژنې ترسره...

بریتانوی حقوقپوه: یو نظامي واحد افغانستان کې د ملکيانو قصدي وژنې ترسره کولې

تاند(پنجشنبه، د اسد ۱۶) د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې ویبپاڼې، د دغې ادارې د یو حقوقي مشاور کلیو بالډوین د راپور پر بنسټ لیکلي چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د بریتانیا یو لوړپوړي قومندان ویره څرګنده کړې وه.

راپور وایي، چې په افغانستان کې د بریتانیا یو نظامي واحد د ملکي وګړو د قصدي وژنې پالیسي مخته وړي، خو د هغه خبره بابېزه وبلل شوه او چا ورباندې غوږ ونه ګراوه.

دغه راپور زیاتوي، چې په افغانستان کې د بریتانوي سرتېرو د جرم افشا کېدل د دغه هېواد د عدالت ناکامي افشا کوي.

لیکوال وایي، ځکه چې، کلونه وروسته په بریتانیا کې د داسې مجرمینو محاکمه کول تقریباً ناممکن کار دی.

راپور کې وړاندې لیکي، بریتانیا باید په ځینې قوانینو کې بدلون راولي او داسې قوانین تصویب کړي چې د نړۍ په هر ګوټ کې پر جنګي جرمونو تورن سرتېري عدالت ته راولي او په همدې توګه دا پیغام ټولو خلکو ته ورسوي چې دوی ته د بهرنیانو ژوند هم مهم دی.

4 COMMENTS

  1. د انګریز په وړاندی ګوستأخی او پروپاګنډه او اتهام او تور پوری کول د ښه سړی کار نه دی!!!!!!!!!!!

  2. غلام حضرت وروره زه ستا تبصری ډیری خوښوم، ځکه ډیری ژوری او دمعنا څخه ډکی وی. خو دغه تبصره دې عجیبه او غریبه ده؟ کیدایشی په دیی کی هم ستاسی په فکر کوم راز او اسرار پروت وی. خو مونږ ته دې دغه تبصره سخته کړیده. په بله معنی ځمونږ غریب مغز او فکر په دغه تبصره کار نکوی.
    ژوندی اوسی

  3. راته ګران دورانی افغان وروره!
    ستا تر فکر او سلیقی او عقیدی جار سم چی زما تبصری دی خوښیږی.
    د وروستی تبصری په هکله غواړم ووایم:
    دا تبصره نه ده بلکه دا د انګریز په وړاندی زما د سختی کرکی او نفرت څخه ډکو احساساتو د آتشفشان لمبی دی البته په بله بڼه.

  4. عزتمند ورورغلام حضرت صاحب ستاسی د افغانی او فکری غروره قربان شم، ستاسی احساسات د قدر وړ دی.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب