سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Homeخبرونهد اسلامي جمعیت ګوند جلا شویو ډلو د مشورتي لویې جرګې څخه...

د اسلامي جمعیت ګوند جلا شویو ډلو د مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ او مخالفت اعلان کړ

تاند (جمعه، د اسد ۱۷) د اسلامي جمعیت ګوند له یو بل تازه جلا شویو ډلو عطاء محمد نور او صلاح الدین رباني د بېلا بېلو اعلامیو په خپرولو سره د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو ملاتړ او مخالفت ښودلی دی.

عطاء محمد نور د جرګې له جوړېدو ملاتړ ښودلی او سولې ته د رسېدو لپاره یې د ټولو کېدونکو هڅو ملاتړ کړی دی.

د ښاغلي نور په اعلامیه کې راغلي باوري دی چې په دغه جرګه کې به په مهمو او ملي مسایلو بحث او خبرې کېږي او همدارنګه د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه به پرېکړه کېږي.

صلاح الدین رباني بیا په خپله اعلامیه کې ویلي چې دغه جرګه جعلي او هېڅ قانوني مشروعیت نه لري.

په کابل کې ټولو بهرینو سفارتونو، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د مشورتي لویې جرګې څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

دوی ټولو د ځانګړو اعلامیو په خپرولو سره ویلي هیله لري چې ددغې جرګې غړي د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه لرې او د بین الافغاني مذاکراتو ژر پیلېدو ته لاره هواره تر څو افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو کمیسیون وايي، د جرګې ټول غړي له ولایتونو کابل ته رسېدلي او جرګه به نن له غرمې مخکې د ولسمشر غني په وینا پیل شي.

ټاکل شوې د جرګې مشري به د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر غاړه واخلي.

1 COMMENT

  1. تاند! منافقت بزرگی میکنی. جلا شوی ربانی است یا عطا.
    لعنت الهی بر منافقین باد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب