پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeجنرال وزیريمشورتي لویه جرګه/جنرال دولت وزیري

مشورتي لویه جرګه/جنرال دولت وزیري

 

د تاریخ په اوږدو کې افغانانو ډیرې لانجمنې ستونزې د لویو جرګو په واسطه حل کړي دي. د میرویس نیکه له خوا د ګرګین وژل او د هوتکو د واکمنۍ جوړول د لويې جرګې کار و.
وروسته د افغانستان د پاچا په توګه د احمدخان ابدالي ټاکل او بیا د احمدشاه بابا له خوا د يوې سترې امپراتورۍ جوړول او د پانی پت په جګړه کې د افغانانو بریا دا ټول د لویو جرګو برکت و.
د افغانانو او انګریزانو تر منځ په درې واړو جګړو کې بريا او د وزیر محمداکبر خان له خوا د مکناټن وژل د جرګو پایلې وي.
د افغانستان د خپلواکۍ اعلان هم په یوه لویه افغاني غونډه کې د غازي امان الله خان له خوا وشو.
اوس هم که په ننۍ لویه مشورتی جرګه کې د افغانستان د ډیرې لانجمنې ستونزې په هکله کومه د پام وړ پریکړه کیږي او د تړل شوې ګنډې د خلاصولو له پاره کومه لاره چاره سنجول کیږي، فکر کوم دا به د هیواد په ګټه وي.
د مشورتی لويې جرګې سره مخالفت به د هیواد په ګټه نه وي، پرېږدۍ چې د جرګې پايلې معلومې شي او ځيني کسان چې مخالفت کوي هغوي کولای شي د ننه په جرګه کې خپل نظر ښکاره کړي اود خپل زړه بړاس وباسي.
د تلپاتې سولې په هیله.

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب