پېړۍ پېړۍ مخکې (تر میلاد ۳۹۹ کاله مخکې) هغه مهال چې سقراط په اتن کې ژوند کاوه، د اتن د قانون له مخې هر ښاري ته پوځي روزنه جبري او لازمي وه.
پر هماغه اساس و، چې سقراط هم د یوه اتني پوځي په توګه د سپارتا او اتن په جګرو کې ګډون کړی و او پوځي روزنه يې تر سره کړې وه.
د اتن خلک او په ځانګړې توګه سقراط په دې خبر نه و چې، یوه زمانه به د افغانستان ټول خلک پوځيان او پوځي کارپوهان وي.
انجنیر، ډاکتر، استاد، ليکوال، شاعر، ملا، امي، ښاري او کليوال مو بې له دې چې په قانون کې ولیکل شي، یا پوځي زده کړه ورباندې جبري شي، پوځیان او پوځي روزنه تر سره کوي.
ان تر دې چې د اخترونو او خوشحاليو د ورځو په درشل کې د کوچنيانو تر منځ د جګړو تمثیل تر سره کېږي او خپلې په پاکستان کې جوړې شوې وسلې په ښه توګه چلولی شي.
په دې هم ښه پوهېږي، چی دا د ماما ټوپک دی. کاکا ټوپک راوړ او پلار مې په ټوپک ښه نښه نیولي شي. په پاکستان کې په چاب شويو درسي کتابونو کې هم ټ ته ټوپک او ج ته جهاد لیکل شوی دی.
یوازې د افغانستان د خلکو او سقراط تر منځ تفاوت په دې کې دی چې سقراط له څلوېښتو کلونو وروسته پوځي ژوند ته شا کړه، تفکر او فکر کولو ته يې مخه کړه، نړۍ یې په فکري لحاظ بدله کړه، خو د افغانستان ټول خلک ملا او امي له څلوېښتو کلونو وروسته هم په جګرو بوخت دي او خپل اولادونه اوس هم د جګړې له پاره تشويقوي او د دې تر څنګ د جګړې د تودې ساتلو له پاره جګړه يیز شعرونه او شعار جوړوي.
هیله ده چی د افغانستان خلک هم د سقراط په څير پوځي ژوند ته شا، تفکر او فکر کولو ته مخه کړي.
وايي:
«هر څوک پيدا دی خو خپل کار لره کنه.»
په کار خو دا ده چې پوځیان د خپلو سرتېرو د روزلو له پاره مټې را بډ وهي او خپل سرتېري په هیوادنۍ مینه وروزي او نور هیوادوال مو د خپل تخصص او تجربې له مخې د هيواد په جوړولو او ودانولو کې برخه واخلي. فکر کوم یوازې همدا له جګړې څخه د خلاصون لاره ده.