شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: په افغانستان کې اوسنيو ترهګریزو فعالیتونو ټولې نړۍ ته ګواښ...

امنیت شورا: په افغانستان کې اوسنيو ترهګریزو فعالیتونو ټولې نړۍ ته ګواښ متوجه کړی

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي په افغانستان کې دې د ترهګریزو بریدونو مسؤلین محاکمه او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې همکاري زیاته شي.

یادې شورا د ننګرهار په عمومي محبس د ډله ییز برید په اړه غبرګون ښودلی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي باید ددغه ډول بریدونو او ترهګرو ډلو مالي ملاتړي، همکاران، روزونکي، تجهیزوونکي، مشران او لارښوونکي محکمې ته و ایستل شي.

دغه راز ویل شوي چې دا ډول کسان دې د نړیوالو قوانینو په رڼا کې محاکمه شي.

شورا نړیوالو ته په یو بیان کې ویلي  چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې دې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي.

دغه شورا همدا راز وایي چې دوی په دې سختو شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دي.

سرچینه کاږي په افغانستان کې د ترهګرو اوسني فعالیتونه نه یواځې دغه هېواد بلکې ټولې نړۍ ته خطر دي چې باید نړیوال ورته متوجه اوسي.

تر دې وړاندې د امریکا د سولې انسټېټیوټ یوه غړي ویلي وو، په افغانستان کې د داعش فعالیتونه زیات شوي، چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره یې ستر خنډ جوړ کړی دی.

نوموړي هم ټنیګار کړی چې طالبان او حکومت دې د داعش او نورو تروریستي ډلو په خلاف سره یو ځای شي او خپلې مبارزې ته دې دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې د ننګرهار پر محس برید خلکو ته شکونه او پوښتنې راولاړې کړي دي.

ددغه برید په تړاو یو شمېر ننګرهاریان او د دوی ځیني استازي وايي، داسې معلومېږي چې په دغه برید کې د داعش نفوذي کسانو مرسته کړې ده نو ځکه د ښار په یوه مهمه نقطه کې چې جدي تدابیر یې نیول کېدل برید شوی دی.

د تېرې یکشنبې په ورځ داعش ډلې د ننګرهار پر محبس برید کې د ملکي او امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۵ کسان ووژل او ۵۰ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب