شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبین الافغاني خبرې به د طالبانو د سیاسي پلان او حکومتي جوړښت...

بین الافغاني خبرې به د طالبانو د سیاسي پلان او حکومتي جوړښت په اړه اوږده بحثونه راولاړ کړي

تاند (پنجشنبه، د اسد ۱۶) د کړکېچ نړیوالې ډلې د اسیایي برخې مسؤلې او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې لارل مېلر وايي طالبانو تر اوسه له هېچا سره راتلونکی سیاسي پلان او د حکومت جوړښت نه دی شریک کړی.

د ښاغلې مېلر په وینا د بین الافغاني خبرو په پیل کېدو سره به دغه مسئله اوږده بحثونه رامنځته کړي.

نوموړې د ټرمپ هغې خبرې ته په اشارې سره چې ګواکې تر ټاکنو به د سرتېرو شمېر ۴ زرو ته راښکته کوي ویلي، ټرمپ هېڅ وخت پر خپلو خبرو نه دی ولاړ او هر وخت ضد او نقیض څرګندونې کوي.

مېلر دغه راز زیاته کړې ښایي ټرمپ د سرتېرو د ایستلو په مسئله کې جدي وي او له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.

نوموړې ویلي مخکې تر دې چې د سیمې هېوادونه د سولې له روانې پروسې په خپله ګټه استفاده وکړي، ښه به وي چې حکومت او طالبان ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.

لارن مېلر ټینګار کړی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني مذاکرات پیل او د سولې په برخه کې دې راپورته کېدونکي ګواښونه ختم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب