دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeجنرال وزیريجنرال دولت وزیري| ډوډۍ او خپلواکۍ غاړه غړۍ دي

جنرال دولت وزیري| ډوډۍ او خپلواکۍ غاړه غړۍ دي

کره خبرې
غوږونه دې ټولو ته ونیسه، خو غږ دې محدودو کسانو ته ورسوه.
څوک چې کتاب نه لولي، باید ټول تاريخ تجربه کړي.
ژوند د جنجالونو ډک کتاب دی، د يوې ورقې په خاطر يې هیڅکله لیرې مه غورځووئ.
نه بې ډوډۍ خپلواکې په کار ده او نه بې خپلواکۍ ډوډۍ.
ازادي دومره په کار ده چې خلک یو له بله په تنګ نه شي.
له مرګه مه ویریږئ, ځکه د خدای پاک رضا به وي. له دې وويریږئ چی د يوه تن ژوند ستاسو له لاسه تریخ شي.
تر ټولو مشکل کار د ځان اصلاح ده او تر ټولو اسان کار په نورو نيوکه ده.
هيڅکله کاميابۍ او ناکامۍ ته په دماغ کې ځاي مه ورکوئ، ځکه چې کاميابي په دماغ کې غرور او ناکامي په زړه کې ناهيلي پيدا کوي.
وايې:
د خسڼي په څیر سپک بې قدره ښه يم
خدای مې مه کړه هسې دروند چې په چا بار شم
الفت صاحب هم وايي:
زړه يې مه بوله تور کاڼی د صحرا دي
په ليدو د زخمي زړه زړه چې زخمي نه شي

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب