جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهایران چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ژمنه کړې

ایران چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیا برابرولو ژمنه کړې

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۵) ایراني رسنۍ وایي، چې د چابهار بندر چارواکو د افغانستان له خصوصي سکتور سره یوه هوکړه لاسلیک کړې ده.

سرچینې وایي په هوکړه کې د چابهار بندر ایراني چارواکو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د سوداګرۍ د اسانتیا او امکاناتو په برابرولو کې به هر اړخیزه مرسته ورسره کوي.

ایراني چارواکو ویلي، چې د هوکړې له مخې به افغان سوداګرو ته د توکو د ګودام کولو لپاره ځایونه او نورې اسانتیاوې رامنځ ته کېږي.

ایراني رسنیو دهوکړې له مخې زیاته کړې، چې دغه راز به د چارو د اسانتیا او ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره هر ډول امکانات په یاد بندر کې برابریږي.

افغان سوداګر هم خوښ دي، چې په یاد بندر کې ورته سهولتونه نور هم ډیریږي.دوی وایي په دې سره په یې سوداګري نوره هم ښه او پرمختګ به وکړي.

چابهار په ایران کې د هند له لوري د افغانستان لپاره جوړ شوی سوداګریز بندر دی، چې په دې وروستیو کې په کې سوداګریز فعالیتونه په ښه توګه پرمخ روان دي.

2 COMMENTS

  1. سرچینې وایي په هوکړه کې د چابهار بندر ایراني چارواکو افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې د سوداګرۍ د اسانتیا او امکاناتو په برابرولو کې به هر اړخیزه مرسته ورسره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب