جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت: نړیوال سازمان د افغانستان تر منځ د خبرو اترو...

بهرنیو چارو وزارت: نړیوال سازمان د افغانستان تر منځ د خبرو اترو له پیل ملاتړ کوي

تاند(چهارشنبه، د اسد۱۵) د “سولې لپاره د سیمه ایزې اجماع پیاوړتیا” او د نړیوالې اجماع پیاوړتیا” په اړه غونډه د سه شنبې او چهارشنبې په ورځ چې د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب کابل کې ترسره شوه.

د بهرنیو چارو وزارت وایي په دغه غونډه کې د ویډیو له لارې د ۴۰ څخه زیاتو هیوادونو او د نړیوال سازمان استازو پکې برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د نړیوالو سازمانونو استازو او په کابل کې د نورو هیوادونو سفیرانو د افغانستان تر منځ د خبرو اترو له پیل څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دې خبرو کې د روان اوربند، د طالب بندیانو خوشې کیدو، د سولې په پروسه کې د جګړې د قربانیانو د حقونو په پام کې نیولو، د سولې په پروسو کې د خلکو د ګډون اهمیت او د بین الافغاني خبرو په سمدستي پیل بحث وشو.

د خبرپاڼې په وینا، د “سولې لپاره د سیمه ایزې اجماع پیاوړي کول” او “سولې لپاره د نړیوالې اجماع پیاوړي کول” ناستو کې برخه اخیستونکو د افغانستان په مالکیت د سولې مشورتي لویه جرګه او د بین الافغاني خبرو اترو د پیل ملاتړ وکړ.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د لویې جرګې لپاره د حکومت چمتووالی، د لویې جرګې سیاسي او تاریخي اهمیت، او همدارنګه د سولې په پروسه او لویه جرګه کې د افغانستان د نړیوالو ملګرو تمویل په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې، د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه مشورتي لویه جرګه به د ولسمشر لخوا د اسد په ۱۷مه د لویې جرګې خیمه کې جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب