شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهرحماني: د ولسي جرګې په شتون کې هره مشورتي جرګه غیرقانوني ده

رحماني: د ولسي جرګې په شتون کې هره مشورتي جرګه غیرقانوني ده

تاند(چهارشنبه، د اسد ۱۵) د ولسي جرګې رئيس د ملي شورا په شتون کې، د هر ډول مشورتي جرګې جوړول د قانون خلاف کار بللی.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال، د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کیدو په اړه د مشورتي لویې جرګې په جوړولو نیوکه وکړه او هغه یې غیرقانوني وبلله.

رحماني له ولسمشر غني سره د مشورتي ناستې په اړه خبرې وکړي او د ولسي جرګې اداري پلاوي هم ویلې دي چې د ملي شورا په شتون کې د هر ډول مشورتي جرګې جوړول غیرقانوني دي.

د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې د غونډې موخه د مشورتي لویې جرګې د جوړولو په اړه د نظر تبادله وه، چې بې ګټې پای ته ورسیده.

په اعلامیه کې راغلي چې د دواړو لورو تر منځ اوږد بحث بې ګټې و او ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسي جرګې له ادارې سره د ورته مشورتي ناستو غوښتنه کړې وه.

د ولسي جرګې د مطبوعاتي دفتر د اعلامیې له مخې، د جرګې رییس د خلکو د نظرونو هرکلی کوي، او د لویې جرګې جوړیدل د قانون په وړاندې غیرې قانوني ګڼي.

رحماني وويل: “کله چې د خلکو رښتيني استازي د ملي شورا په غونډو کې حاضر وي، نو د مشورتي لويې جرګې رابلل غيرقانوني دي.”

له بلې خوا ، ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې میر رحمان رحماني د مشورتي لویې جرګې په جوړولو کې خپله همکاري اعلان کړې او د خلکو ملاتړ یې د ملي مسایلو په اړه د دوی د نظارت او مشورې لپاره مهم بللی.

ولسمشر غني وویل چې په دې ناسته کې به د سولې په اړه د خلکو او د دوی د استازو پر اجماع بحث وشي او په مهمو ملي مسلو به هم پریکړه وکړي.

خو رحماني وویل چې حکومت باید د ملي شورا له غړیو سره د مهمو ملي مسلو په اړه غیر رسمي ګډه ناسته وکړي، د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په شمول او د ۴۰۰ طالب بندیانو د تبادلې په اړه باید دوی ته معلومات ورکړي.

ټاکل شوې د سولې مشورتي لویه جرګه جمعه د اسد ۱۷مه په کابل کې جوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب