شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت: ۱۰ میلیونه افغانان په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي

روغتیا وزارت: ۱۰ میلیونه افغانان په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي

تاند (چهارشنبه، د اسد۱۵) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مسولان نن د یوې خبرې غونډې پرمهال وویلې، چې په ټول هېواد کې ۱۰ میلیونه افغانان په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د یاد وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني زیاته کړه، له کم عمره ماشومانو نیولې تر ډېر عمر لرونکو کسانود هېواد د نفوس درېیمه برخه په یادې ناورغۍ اخته شوې ده.

نوموړی وایي د دوی اټکل ښیي، چې کورونا په افغانستان کې لس میلیونه وګړي نیولي دي.

عثماني زیاتوي، چې تر اتلس کلونو پورته ۵۷ سلنه وګړي په کورونا اخته شوي دي او په خبره یې ۴۶،۴ سلنه ماشومان د کورونا ویروس له امله اغېزمن شوي دي.

دنوموړي په خبره په ټولیز ډول د هېواد ۳۱،۵ سلنه وګړي په کورونا ناروغۍ اخته شوي او زیاتوي لاهم په ټوله نړۍ کې د کورونا د بلې څپې وېره موجوده ده.

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې له ټولو افغانانوغوښتنه وکړه، چې روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

نوموړی وایي افغانان په دې توګه کولای شي هم خپل ځان اوهم خپلې کورنۍ وژغوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب