جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهافغان ولسمشرمحمد اشرف غني د بیروت پر پېښې خواشینې ښودلې

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د بیروت پر پېښې خواشینې ښودلې

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۵) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې په بیروت کې د شوې چاودنې له امله د لبنان حکومت اوخلکو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

ولسمشرپه اعلامیه کې ویلي، چې د یادې پېښې له امله اوښتو مالي او ځاني زیانونو سخت خپه کړی دی.

سرچینه وایي نوموړي هیله ښودلې، چې د لبنان خلک وکولای شي دغه رامنځ ته شوی بحران او کړکېچ مدیریت کړي.

ده د افغانستان د خلکو په استازیتوب له لبناني حکومت او وګړو سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریک کړي دي.

د لبنان په پلازمینه بیروت کې تیره ورځ ناوخته د چاودنې له امله زرګونه کسانوته مرګ ژوبله واوښته او د راپورونو له مخې دځاني زیان ترڅنګ یې خلکو ته سخت مالي زیانونه هم اړولي دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a8%db%90%d8%b1%d9%88%d8%aa-%d9%be%d9%87-%da%86%d8%a7%d9%88%d8%af%d9%86%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%b3%d9%84%da%ab%d9%88%d9%86%d9%87-%da%a9%d8%b3%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d9%85%d8%b1%da%ab/

د بېروت حکومت ویلي، چې ښایي پېښه د څه باندې ۲ زره ټنه امونیم نایتریت د چاودنې له امله رامنځ ته شوې وي.

د پېښې په اړه لا هم معلومات وروستي شوي نه دي.

په یاد هېواد نن د همدې چاودنې له امله ملي ماتم اعلان شوی دی او خلک یې هم سخت ویرېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب