یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونههلمند کې د برېتانوي پوځیانو د کړنو په اړه نوې پلټنه کېږي

هلمند کې د برېتانوي پوځیانو د کړنو په اړه نوې پلټنه کېږي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۵) د برېتانیا حکومت وايي د هغه ادعاوو چې ګوندې د دوی پوځیانو په هلمند کې عام خلک وژلي نوې پلټنه پیل کړې ده.

د رسنیو د رپورونو له مخې له څو ورځو راهیسې د برېتانیا حکومت او په ځانګړي ډول ددغه هېواد ځانګړي ځواکونه د رسنیو تر سخت فشار لاندې دي چې په افغانستان کې یې ملکي وکړي په قصدي توګه په نښه کړي دي.

په ورته مهال د برېتانیا د دفاع وزارت وايي دوی په دې اړه نورې او لا دقیقې پلټنې کوي تر څو اصلي لامل پیدا کړي.

دغه راز دوی وايي په دې اړه به هم څېړنې کوي چې ولې لوړپوړي برېتانوي چارواکي د خپلو سرتېرو له کړنو ناخبره وو او د عملیاتو محرم اسناد ولې رسنیو ته په واک کې ورکړل شوي دي.

د برېتانیا حکومت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې یو شېر رسنیو څو ورځې وړاندې په هلمند کې د برېتانوي سرتېرو له خوا د عام وژنې راپورونه خپاره کړل او وویل شول چې دغو ځواکونو د خپل ماموریت پر مهال په قصدي توګه قومي مشران او د پاخه عمر لرونکي کسان په نښه کول.

دغه اسناد او دوسیې دمګړی د برېتانوي محاکمو پر مېز پرتې دي او دوی یې د څېړنې ژمنه کړې ده.

نه یواځې برېتانوي پوځیانو داسې کړنې تر سره کړي؛ بلکې تر دې وړاندې ای بي سي نیوز هم په خپل راپور کې ویلي وو چې استرالیايي ځواکونو په افغانستان کې د جنګي جنایتونو کې سربېره په ځیني تعصبي کړنو کې هم لاس درلود.

ای بي سي نیوز په خپل راپور کې ویلي وو چې استرالیايي ځواکونو په یوه نړیوال ماموریت کې عقديي چلند کړی او د عملیاتو پر مهال یې د هتلر بیرغ له ځان سره ګرځولی چې د قوانینو خلاف عمل بلل کېږي.

په استرالیايي ځواکونو تر دې وړاندې دا تور وو چې ان په خوب ویده کسان یې په لوی لاس په نښه کړي او ګڼ نور جنګي جنایتونه یې هم ترسره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب