یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت لپاره د داعش د اکمالاتو مسؤل نیولی

ملي امنیت ځواکونو کونړ ولایت لپاره د داعش د اکمالاتو مسؤل نیولی

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۵) د کونړ ولایت چارواکي وایي، چې د ملي امنیت ځواکونو د دې ولایت لپاره د داعش وسله والې ډلې د اکمالاتو مسؤل نیولی دی.

د والي ویاند عبدالغني مصمم تاند ویپ پاڼې ته وویلې، چې یاد کس تیره شپه امنیت ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو پرمهال په څوکۍ ولسوالۍ کې نیولی دی.

هغه زیاته کړه نیول شوی کس خان سعید نومیږي او په خبره یې په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ۶ میله وسلې او څو عدده مخابرې او سیمکارتونه هم ترلاسه کړي دي.

د مصمم په خبره په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادولو ده ، چې له دې وړاندې د داعش ډلې د استخباراتو عمومي مسؤل په جلال اباد ښارکې د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیولی وو.

1 COMMENT

  1. داسی کسان هرګز ژوندي مه راولئ چه یابه تبادله کیږي اویابه له زندانه تښتي بهتره دئ چه یوډزتری تیر کړئ اوکومی کندی ته یی وغورزوئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب