یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههند وایي بغلان کې طالبانو د دوی دوه انجینران خوشې کړي

هند وایي بغلان کې طالبانو د دوی دوه انجینران خوشې کړي

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱۵) د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په افغانستان کې یې دوه تښتول شوي وګړي تر دوو کالو ځنډ وروسته خوشې شوي دي.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۱۸ز کال په مې کې یې اووه تنه انجنیران په بغلان کې د وسله والو طالبانو تښتولي وو.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو له یاد شمیر کسانو ۴ له دې وړاندې خوشې کړي وو او دوه یې اوس خوشې کړل.

هندي چارواکي وایي دغه انجنیرانو بغلان ولایت کې د برېښنا د لېږد په یوه پروژه کې کارکاوه، چې وسله والو طالبانو وتښتول.

په اعلامیه کې هند په دې برخه کې د افغان حکومت له هڅو هم مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

هندي حکومت د دغه خوشي شوو کسانو د هویت په اړه لا ډېر معلومات نه دي ورکړي.

بل لورته وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب