شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد نورستان د والي  پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی

د نورستان د والي  پر موټریز کاروان وسله وال برید شوی

تاند ( چهار شنبه، د اسد۱۵) د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، چې تېره شپه د نورستان د والي پر موټریزکاروان وسله وال برید شوی.

دهقان زیاتوي برید د کونړ چپې درې ولسوالۍ کې شوی، چې پرمهال یې د ځانګړو ځواکونو دوه ساتنمنان ټپيان شوي دي.

نوموړی وایي دا برید د چپې درې ولسوالۍ په کلسلک سیمه کې هغه مهال شوی؛ کله چې د نورستان والي عبدالغفور ملکزی له نورستان څخه کونړ ته پر لاره و.

هغه زیاته کړه ټپيان روغتون کې تر درملنې لاندې دي او وضعیت یې ښه ښودل شوی دی.

بل لورته د نورستان د والي ویاند سعید مومند هم مني، چې برید شوی خو وایي په دې برید کې ۳ تنه ټپيان شوي.

مومندا زیاتوي په ټپیانو کې یو دملي امنیت ، بل د ځانګړې قطعې ساتنمن او یو د نورستان د ولایتي شورا د رئيس موټر چلوونکی شامل دي.

د دغې برید مسئولیت هم لا تر دې دمه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب