شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد سولې له خبرو سره سم داعش ډله د جلب او جذب...

د سولې له خبرو سره سم داعش ډله د جلب او جذب په حال کې ده

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۵) د امریکا د سولې انسټېټوټ یو غړی سکاټ سمېت وايي په افغانستان کې د داعش فعالیتونه د جګړې د پای له پاره ستر خنډ دی.

سمېت په یوه تازه مرکه کې ویلي د افغانستان حکومت او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره په خپلو کې په اتفاق شي او د داعش پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.

نوموړی وايي پر دې خبرو باور نه دی پکار چې ګوندې داعش وسله واله ډله دې په افغانستان کې ماته شوي وي.

له دې وړاندې د افغانستان حکومت ویلي وو چې د داعش وسله واله ډله یې ځپلې ده او له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري.

ښاغلي سکاټ سمېت ویلي داعش ډله د سوله ییز افغانستان له پاره په اوس وخت کې تر ټولو ستر خنډ دی.

هغه وايي حکومت او طالبان دې ژر تر ژره یوې موافقې ته ورسېږي او خپل ټول قوت دې د داعش په مقابل کې وکاروي، نو په افغانستان کې به دایمي ثبات تامین شي.

د امریکا د سولې انسټېټیوټ دغه غړی ټینګار کوي چې داعش ډله د جلب او جذب په حال کې ده، او له ټولو خواوو غواړي چې دغه ګواښ ته متوجه اوسي.

دغه امریکايي چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې داعش ډلې د دوشنبې په ماښام د ننګرهار په عمومي محبس ډله ییز وسله وال برید وکړ او لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.

د ننګرهار د والي ویاند د معلوماتو له مخې په دغه برید کې ۲۵ تنه ووژل شول او ۴۸ نور ټپيان شول.

د یاد برید په پایله کې د ننګرهار له محبس تر ۲۰۰ زیات بندیان په تېښته بریالي شوي دي، د سرچینو په وینا په تښتېدلو بندیانو کې سیاسي زندانیان هم شامل دي.

د ننګرها پر محبس د برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب