شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد بېروت په چاودنو کې له ۴۰۰۰ زیات کسان ټپيان شوي دي

د بېروت په چاودنو کې له ۴۰۰۰ زیات کسان ټپيان شوي دي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۵) د لبنان امنیتي چارواکي وايي په پلازمېنه بیروت ښار کې د ددوو ستر چاودنو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښټي دي.

ددغه هېواد د روغتیا وزیر د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۷۸ کسان وژل شوي او له ۴۰۰۰ زیات ټپیان دي.

د چارواکو په وینا دې چاودنو سخت مالي تاوانونه هم اړولي دي.

ویل کېږي د چاودنو غږونه لسګونه کیلو متره لرې اورېدل شوي او په نږدې سیمه کې یې ټولې ودانۍ زیانمنې کړي دي.

د راپورونو له مخې چاودنې د بېروت په یوه سمندري بندر کې رامنځته شوي دي، چې تر اوسه یې د اصلي لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د بېروت خلک سخت وېریدلي دي.

د لبنان صدراعظم حسن دیاب نن چهارشنبه په دغه هېواد کې د همدې پېښې له امله ملي ماتم اعلان کړی دی.

په ورته مهال د لبنان د ملي امنیت عمومي رئیس ابراهیم عباس وايي ښايي چاودنې د هغو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې وي چې پخوا ضبط شوي وو او په یو بندري ذیرمتون کې ساتل کیدل.

نوموړي وویل پدې هکله پلټنې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ کړکیچ په دې وروستیو کې زیات شوی دی.

اسرائیل تر دې وړاندې ویلي وو د لبنان د حزب الله یو برید یې خنثی کړی دی، خو هغه ادعا حزب رد کړې ده.

د افغانستان د حکومت په نمایندګۍ ولسمشر محمد اشرف غني او ډیری نورو هېوادونو د لبنان حکومت او د پېښې قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندي کړي او ژوره خواشيني یې پرې ښودلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب