Homeخبرونهد بغلان د ولایتي شورا د پخواني غړي ۱۲ کسان وژل شوي

د بغلان د ولایتي شورا د پخواني غړي ۱۲ کسان وژل شوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱۵) د بغلان د ولایتي شورا پخوانی غړی محبوب الله غفاري وايي چې طالبانو دده ۱۲ کسان وژلي دي.

ښاغلي غفاري ویلي یاد دولس کسان نن سهار له بغلان ولایت څخه مزار شریف ته په لاره وو چې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخامخ شوي دي.

نوموړی وايي طالبانو دده پورې اړوند کسان د بغلان –سمنګان پر لویه لاره د چشمه شېر په سیمه کې وژلي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه برید کې ده ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه د غفاري ددغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...