جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورسینماد باليووډيانو دروغجن كتابونه

د باليووډيانو دروغجن كتابونه

په دې وروستيو كې د نړۍ د مشهورو شخصيتونو تر منځ د ژوندليكونو چاپول عام شوي دي  له دوى څخه كه څه هم په كتابونو كې د خپل ژوند د هرې برخې د ليكلو توقع نه وي خو بيا هم ځېنې يې داسې وي چې يو تكړه ليكوال ته د خپل ژوند اكثره رښتيا كيسې وكړي او هغه يې بيا په خپل ليكني طرز ټولنې ته د كتاب په بڼه وړاندې كوي، خو يو شمېر شخصيتونه داسې هم وي چې د ژوند كتاب يې سر ترپايه له دروغو ډك وي.

په دې ډله كې د باليووډ اكثره اداكاران او ډايركټران هم راځي او داسې ثبوتونه ترلاسه شوي چې زياتره فلمي څېرو د خپل ژوند ډېر ښكاره رازونه او رسوا شوې برخې هم پټې كړې دي او په اړه يې له څه ويلو ډډه كړې ده.

د هند يو تكړه ليكوال او ژورنالست خالد محمد په دې اړه وايي، د تازه ځوانۍ له شپو ورځو راپدېخوا ۳۰ كاله وشول چې د پيسو په بدل كې د فلمي څېرو ژوند ليكونه ليكي، خو تر اوسه د فلمي نړۍ له يو راز څخه هم چا ورته پرده نه ده پورته كړې: (( زه له دوى سره ډېر پاتې شوى يم، ډېر ځله د ډېرو پيسو وړانديز راته شوى چې د دوى رازونه راوسپړم او ويې ليكم خو بيا وايم، څوك چې د خپل ډېر پټ ژوند په اړه پخپله چاته څه ويل نه غواړي، نو زه يې د څه لپاره راوسپړم.))

خالد احمد زياتوي د هاليووډ په نسبت د باليووډ اداكاران دې ته ډېر خوشالېږي چې په اړه يې مثبتې خبرې چاپ او خپرې شي. خو كه يوه منفي خبره يا راز يې خپور شو، نو بيا تر خپلې وسې د اسمان په رانړولو لاس پورې كوي.

يو بل ليكوال تمثال حسن هم ورته خبره كوي او د عامر خان د ژوند په اړه كتاب ته په اشاره وايي، په دې كتاب كې د عامر خان د ژوند طرز پخپله عامر خان هم نه دى تصديق كړى، بلكې يو ليكوال ته يې دنده سپارلې وه چې په ژوند يې كتاب وليكي، خو هغه يوازې هغه څه ورپسې وليكل چې خپل ذهن كې يې راګرځېدلي وو.

 حسن وايي، عامر خان د خپل ژوند ليك په مخكتنه كې هم نه دى ليدل شوى له دې معلومېږي چې دا كتاب مازې د خلكو د غولولو او پر ده د خلكو راماتولو لپاره ليكل شوى دى.

تمثال حسن د ديو انند د ژوند په اړه چاپ شوي كتاب ته هم د شك په سترګه ګوري خو وايي، ګڼو ځايونو كې يې د خلكو د باور لپاره قصدا رښتيا كيسې راخستل شوې دي: (( په دې كتاب كې له اداكارې او سندرغاړې ثريا سره د ديو انند د مينې اعترافات شته، دا كتاب د ديو انند كورنۍ رد كړى، خو ديو انند داسې ښودله چې پخپله يې ليكلى دى او يوه ذره دروغ هم په كې نشته.))

دى وايي، د تكړه اداكارې وجنتي مالا په ژوندليك  كې هم د دې ترڅنګ چې له راج كپور سره د مينې په راز يې پرده اچولې، نور دروغ هم راغلي دي.

ويل كېږي كله چې د راج كپور زوى رشي كپور دغه كتاب وليد نو حيران پاتې شو، ځكه هغه ته د وجنتي او راج كپور د مينې كيسه معلومه وه، خو په دې كتاب كې رد شوې وه.

د اوم پوري د مېرمنې ننديتا پوري كتاب هم د ژوندليكونو په لړ كې له دروغو ډك يو كتاب ګڼل كېږي او د دواړو د ژوند په اړه يې ګڼې لانجې راپورته كړې.

يو بل كتاب چې تر دې ټولو شخصيتونو يې په دروغو كې نوم يووړ د سجترا كرشنا مورتي و، دا كتاب ۲۲۸ مخونه لري او سجترا په كې ځانته د ((سريالونو ملكه)) لقب وركړى، په داسې حال كې چې په هند كې سجترا څوك د سريالونو د ملكې په نوم بيخي نه پېژني.

سجترا په دغه كتاب كې له خپل مېړه او تكړه ډايركټر شيكهر كپور سره د وروستيو لانجو او طلاق په اړه هېڅ نه دي ويلي، حال دا چې دواړو خپل ګډ ژوند ته په ډېر تريخ اخلاقي پړاو كې د پاى ټكى ايښى و.

ورپسې د كرينا كپور د مشرې خور كرشمه كپور كتاب دى چې په هېڅ صورت د يو ژوندليك ګومان نه پرې كېږي، بلكې دغې اداكارې په خپلو ټولو رازونو پرده اچولې او يوازې يې نجونو ته د ځان په څېر د شخصيت جوړولو مشورې وركړې دي.

د كرينا كپور ژوندليك هم دې ته ورته پاتې كېږي، ځكه هغې په خپل كتاب كې د خپلې مينې يو داستان هم نه دى راخستې بلكې د خپلې ځوانۍ د اوږمهاله دوام عوامل يې ذكر كړي. دا كتاب كه څه هم په لومړيو كې ډېر وپلورل شو خو هېچا هم په كې حقيقت ونه موند.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب