حاجي خوشاله دی چې د اسرافیل شپېلۍ ته دومره وخت پاتې نه دی. ډاکټر ورته د دوو کالونو مهلت ورکړی خو دی وايي اسرافیل یوه پښه په اشرق کې، بله په مغرب کې ، شپېلۍ په خوله د بالاجای امرته ولاړ دی چې پوک ورکړي.
حاجي وایي چې کال ته به له خیره د قیامت اعلان وشي. زه یې نه منم او د داسې هوښیار سړي نه مې د داسې لویې غیبګویي تمه هم نه لرله خو د ځانه سره وایم چې پرېږده چې کال نیم کال ځان خوشاله وساتي، او بله دا چې څوک څه خبر، که د حاجي خبره رښتیا شي؟ حاجي د فرانسوي غیبګوی،/ ناسټرا ډامس/ حواله هم ورکوي چې پېړۍ دمخه یې همدا راتلونکی عیسوي کال ۲۰۱۲ د دنیا د ورانېدو کال ښودلی و. په وروستي ځل چې ورغلم د مکې شریفې د کوم احمد نومي امام د لیک فوټوکاپي یې هم راوښوده چې په لاس په پاړسو لیکل شوی و او د قیامت د علامو خبرې یې کولې.
حاجي ویل چې که ناسټرا ډامس نه منې چې عیسوی و، امام احمد خو به منې چې پیغمبر صیب یې په خوب کې لېدلی چې د دغه لیک د خپرولو امر یې ورباندې کړی و. ما وویل زه د دواړو لیکنو په ثقه والي شکي یم . ورته ومې نه ویل چې ډاکټر د سرطان له علاج نه عاجز شوی، یو کال یې درکړی نو ته خیال پولاو وهې. حاجي راته د جمجمه شاه کېسه پیل کوله ، ما ورغوڅه کړه. مقصد دې د بنیادم هډانه ده؟ پرې پوهېږم، خو حاجي راته د پوهنتون د طب پوهنځی اول صنف را یاد کړ چې د اناټومي په مضمون کې به تل تحویلدار د یوه مړي سېکلېټ، چې په ککره یې یو کنجک ټک وهل شوی و، د ځان پسې راکاږه، صنف ته یې راوړ. معلم او موږ شاګردانوهغه جمجمه شاه باله. خواره کی به چې معلم لاس وروړ، ډز را پرې ووت. چې بیا به یې ودراوه، نو ژامې به یې سره لګېدې، د تسپو د اړولو ترق تروق به یې کاوه. بې هغې یې هم لاسونو او پښو اتڼ کاوه. یو ه ورځ کوم شیطان په خوله کې یو سګرېټ هم ورننه ایستلی و، په سر یې پګړۍ ورله تړلې وه، په غاړه یې یو کاغذ نښلولی، ورباندې/ نورالمشایخ/ لیکلي وو، چې حتی معلم هم ورته وخندل. زه او حاجي یوه ورځ په چل چل ان تحویلخانې ته لاړو. هلته پرېمانه کالبوتونه څه دېوال ته تکیه، څه پراته، د چا لاس نه و،. هلته لرې کپرۍ او پوښتۍ دلۍ پرتې وې.
حاجي ویل چې اوس چې زه د افغانستان خلک وینم، وړم کال کابل ته ورغلی و، ټول راته سکېلېټونه ښکاره شول. د چا لاس نه و، د چا پوښتۍ، څوک په یوه پښه، د چا کوپړۍ په هډوکن ټټر را پرېوتې وه. فکر مې وکړ چې په حاجي د مرض حمله راغلې، چټیات وايي خو په پړو نه ایسارېده ،ویل یې کابل سټېډیم کې د استقلال جشن و، زه هم په غاښي ناست وم. په سلطنتي لوژ کې چې یو وخت یې دروږه وه، اوس ټول ټول جمجمه ګان ناست وو.غټې کوپړۍ یې ښکارېدې کله به بلې کوپړۍ ته نژدې شوې، ژامې یې ښکته پورته کېدې، لکه چې غږېدل خو د غږ درک یې نه و. ناڅاپه درز شو. ټول سکېلېټونه بوخ بوخ وختل، ورک شول. حاجي ویل چې دا هماغه کال و چې طالبانو له دوو خواو په سټېډیم حمله کړې وه.
حاجي ټینګ و چې د کابل رژیم ، اوس جمجمه شاهي ده. د چارواکو په هډوکنو سینو د زرو د پټو په ځای د بنجامېن فرانکلېن، سل ډالري لوټونه ځړېږي. جېب مېب نشته، هسې یې د پوښتۍ قفسچه له شنو لوټونو ډکه ده، د چا له پوښتیو یې سرونه هم بهر راوتلی دي. ما ویل حاجي جانه ښه خوب دې لېدلی راځه چې بس یې کړو، لاړ به شو ډاکټر ته چې نن دې د شعاع نوبت دی. حاجي راته موټر کې هم لګیا و، ویل یې چې د خدای حکمت دی، دغه جمجمه شاهان چې د عبا قبا چپنو او درېشۍ سره امریکا ته راشي نو بېرته یې څېرې د ژوندي بنیادم شي، سمې خبرې کوي.
د روغتون په لار کې مې کتل چې سړی بدل شوی، لاس یې عوږ ته کړ: په کټ کې پروت یمه رنځورشاه خو بانه! بیا یې د موټر له ښیښې سر بهر واېست، چیغه یې کړه: یو ځل په ما، په ماشه مهربانه، راکه ملهم ، ملهب د لبو سرونه. دا وروستی/ نه/ د حاجی ټاپه ده چې تل فکر کوي، هر پښتو شعر لنډۍ ده او ضروري ده چې نه یا مه ولري.چې د ډاکټر نه راووت، ډېر کزوری و، موټر کې بېحاله پرېووت. خو بیا یې هم خوش طبعي نه وه بایللې، ټوکې یې کولې، ځورولم یې. ویل یې چې هغه ستا ملګري چې دلته راځي سم بنیادمان وي، خو چې وطن ته ستانه شي، له هغوی به هم خامخا کالبوتونه جوړ وي!
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۱ د جولای په ۲۱ خپره شوې وه.