جمعه, مې 17, 2024
Homeکلتورسینماباليووډيانې له واده ولې ډارېږې؟؟

باليووډيانې له واده ولې ډارېږې؟؟

تاند:

عام خلك واده د ژوند د پرمختګ سبب ګڼي، خو د اوسمهال باليووډۍ نجونې دې ته زړه خوري چې كه واده وكړي نو فلمي او هنري ژوند به يې د ماتې له سختو ګواښونو سره مخ شي.

 دوى وايي، تجربه يې كړې چې له واده وروسته اكثره ادكارانې يا له كورنۍ سره د هنري ژوند په اړه لانجې كوي يا هم ډايركټران فكر كوي چې دوى نورې د فلم د بازار زينت نه شي كېداى.

په باليووډ كې دا ډول اندېښنو له هغه وخته زور اخستى   په ۲۰۱۱ كې د ممبۍ ۲۸ كلنه ښكلې ډيانه پېنټي له دپيكا پاډوكان او سيف علي خان سره په خپل لومړني ((كاكټېل)) فلم كې د شهرت اسمان ته وخته، مګر څو مياشتې وروسته له يو سوداګر ((هرش ساګر)) سره كوژدنې تر ننه په كور كېنوله.

ويل كېږي چې له كاكټېل فلم وروسته، سلمان خان غوښتل چې پېنټي په خپل فلم كې واخلي، خو هرش ساګر پېنټي ته كرښه كش كړه چې يا به فلمونو كې كار كوې يا هم له ماسره ګډ ژوند…

په ۲۰۰۳ كال كې له ((هزارو خواهشى ايسي)) فلم څخه د شهرت بام ته ختلې چترنګدا سنګ هم ورته سرنوشت لري، نوموړې له واده وروسته يوې ورځپاڼې ته ويلي وو چې مېړه يې ((جويتي رنداوا)) د ګالف لوبغاړى او روشنفكره سړى دى، خو بيا هم نه غواړي چې ښځه يې په فلمونو كې راښكاره شي.

له دې څه موده وروسته يې يوې بلې رسنۍ ته په ژړا ويلي وو چې له مېړه بېله شوې ځكه فلمي سټوډيوګانې په ممبۍ كې وې او دا په ډيلي كې نه شوه اوسېدلى: (( په ۲۰۱۱ كې مې له سدهير مشالي سره ((يې سالي زندګي)) فلم كې  د كار تړون لاسليك كړ، خو د كور لانجو طلاق اخستو ته اړ كړم، اوس بل فلم نه لرم، مېړه مې د زوى ميراث هم نه راكوي…))

۲۸ كلنه جيكولين فرنانډس بله اداكاره ده چې فلمي نړۍ ته نوموتي ډايركټر ساجد خان نډيا ډوالا راوسته او د مينې تار يې ورسره وغځاوه.

دې اداكارې په ډېر كم وخت كې د ((ريس ټو، مرډر ټو، هاوس فل او كېك)) فلمونو له لارې مليونونه مينه وال پيدا كړل، له دې سره جوخت داسې اوازې هم خورې شوي چې ساجد خان په ((مرډر ټو)) فلم كې د جيكولين د نيمه لوڅ كركټر له كبله خپه دى او نه غواړي چې معشوقه يې نوره په فلم كې راښكاره شي. مګر جيكولين رسنيو ته وويل خپل هنري ژوند په هېڅ ډول نه شي پرېښودلى او دادی لا یې هم فلمي سفر روان دی.

د ډمپل كپاډيا، جيابچن، سري ديوي او جوهي چاوله كيسې هم له چا څخه پټې نه دي، دغه اداكارانې په خپل وخت كې د سينما زينت ګڼل كېدې، خو دوى ټولو له واده وروسته يا له دې كبله فلمي نړۍ پرې ايښې چې له كورني مشكل څخه ډارېدلې او يا يې هم ډايركټرانو پوښتنه ونه كړه.

په دې كې تر ټولو حيرانونكې كيسه د جيا بچن ده، هغه سره له دې چې د اميتاب بچن مېرمن، د ابېشك بچن مور او د ايشوريا راى خواښې ده، تر دې وخته نه كورنۍ اجازه وركړې او نه هم ډايركټرانو ورته په فلم كې د كار بلنه وركړې ده.

 بلخوا د هند د ښكلا  ملكه ايشوريا راى هم له ۲۰۰۷ كال راهيسې چې ابېشك بچن ته واده شوې، په يوه او بله بهانه رسنۍ غلطوي، خو سمه خبره دا ده چې نوموړې په كور كې مصروفه او چاغه ساتل شوې.

كاجل د خپل وخت بله ښكلې ده چې له واده راپدېخوا په څو فلمونو ((فنا، مايي نيم ازخان)) كې راښكاره او بيا ډايركټرانو له پامه وغورځوله او اوس خو يې مېړه هم اجازه نه وركوي.

شلپا شیټي هم ۱۲ کاله وشول چې له سینما څخه تر واده وروسته لرې شوې اوس یې اوازه اچولې ده چې بیرته راګرځم خو که راشي دا ځل به یې مینه وال قبوله نه کړي.

 كرشمه كپور هم چې پخوا يې د ښايست چرچې وې له واده وروسته نه كوم مهم او بريالى فلم لري او نه له پخواني مېړه سره ګډ ژوند… د هغې كشره خور كرينا كپور بيا په لږ توپير د نواب سيف علي خان لپاره يوازې په كور ناسته ده.

له دې ډلې يوازې مادهوري ډكشټ ده چې لا هم په خپل پخواني ځاى ولاړه او له واده وروسته ګڼ فلمونه لري، خو ويل كېږي د دغې اداكارې د هنر پسرلى هم كېداى شي په څو كلونو كې زړبوډۍ او د ډايركټرانو د ناپامۍ ښكار شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب