یکشنبه, مې 5, 2024
Homeکلتورخاطرهدرنې څپېړې/ احسان الله درمل

درنې څپېړې/ احسان الله درمل

د روغتون مخې ته ګڼ پاېوازان راټول ول، د چا زوی، د چا پلار او د چا خپلوان زخمیان وو. ټول په یو ډول عاطفي حالت کې ډوب دي او د خپلو ناروغانو د ژوند لپاره دوعاګانې کوي، دا بیخي مناسب وخت دی، چې کوم سوالګر راشي او له دوی نه څه وغواړي، ځکه ټول ذهناً تیار دي، چې په صدقه د بلا دفع وکړي. له برې خوا نه دوه زبېښلي ماشومان وړاندې وروسته را روان دي، د مخکیني په لاس کې د ایشیدلو نخودو دېګ دی، چې د پلورلو لپاره یې ورسره ګرځوي او وروستی تش لاس ورپسې را روان دی.

دواړه ورو، ورو را لنډ شول او چې د پاېوازانو له منځه تېریدل؛ نو لومړی یې یو دم پر ځمکه راپرېووت، د نخودو دېګ یې هغې خواته ولوېد او نخود دانه، دانه د ګڼو خلکو په پښو کې توی شول. لویدلي ماشوم د میرګي د ناروغ په څېر حرکات کول، لاسونه او پښې یې شخ کړل او له خولې یې د لاړو ځګونه اېستل، سر یې یوه او بله خوا خوځېده او د لاسونو او پښو د قبض او بسط لوبه یې کوله. بل ملګري ماشوم یې له پښې بوټ ووېست او د هغه پوزې ته یې نږدې کړ، ګویا ده ته دا ټوټکه کوم ډاکتر ښودلې. د بوټ کاربن ډای اکسایډ د وینې د کاربن سویه لوړوي او دا د تنفسي مرکز د تحریک لپاره یوه تنبه ده.

د پاېوازانو ګڼه ګوڼه پر لویدلي ماشوم راټوله شوه او ټولو د زړه له تله د هغه د پر حال کېدو لپاره هڅې وکړې، ځینو له دوکانونو نه اوبه ورته راوتښتولې او ځینو یې لاسونه او پښې نیولي ول. زه له ماشوم سره نږدې شوم، د هغه حیاتي علایم ټول نارمل وو، حرکات یې د میرګي د ناروغ نه ول او هر څه یې په ارادي توګه تر سره کول. لږه شېبه وروسته ماشوم راکېناست او ټولو خلکو شکر وایست، چې یو ژوند بچ شو. ماشوم غلی او مظلوم ناست و، بې له دې، چې څه وغواړي، د خلکو لاسونه جیبونو ته ننوتل او ټولو پرې د پیسو باران وکړ. ماشوم د سترګو له کونجونو پیسو ته کتل، ورو، ورو یې راټولې یې کړې او غلی غوندې له خپل ملګري سره روان شو. خلک بېرته په خبرو شول او ما دواړه ماشومان لیدل، چې لږ لېرې یې پیسې سره ووېشلې.

دا اول ځل ندی، چې زه له داسې ماشومانو سره مخ کېږم، خو ددې ماشوم ډرامې ودردولم، د ځان لپاره یې جالب رول ټاکلی و او ملګری ماشوم یې هم تر ده کم نه و. هڅه مې وکړه، چې خلکو ته ددې ماشوم راز ونه وایم، ځکه ممکن یو وخت د میرګي له ریښتینو ناروغانو سره هم مرسته ونکړي، خو ماته یې یو سوال پیدا کړ او هغه دا چې: ولې افغان ماشومان د سوال کولو لپاره له ډراماتیکو اکټونو ګټه اخلي؟

فکر کوم انسان د تعقل او عواطفو له دوو متضادو قطبونو رغیدلی موجود دی. تعقل د حوادثو پر وړاندې له یوه پروسس وروسته منطقي عکس العمل ښیي، خو عواطف زیاتره وخت پرته له کوم پروسسه او په نا آګاهانه توګه تحریک کېږي. د خضر (ع) او موسی (ع) په کېسه کې لومړی د تعقل او تفکر په مټ ځینې ګټور کارونه کوي، چې ظاهراً د تاوان کارونه ایسي، خو دویم د عواطفو په مټ جدي غبرګونونه ښیي. وروسته چې هغه د خضر (ع) پر حکمت خبرېږي نو حیرانېږي. عواطف د ژوند او چاپیریال د بېلا، بېلو حوادثو په اړه تحریک کېږي او ددې تحرکاتو شدت د حوادثو له شدت سره مستقیمه اړیکه لري. ښه، بد، ښکلا، بدرنګي، غم، خوشحالي، رحم، ظلم، مظلوم، ظالم او لایتناهي نورو تنبهات دي، چې هر یو د عاطفې پر مرکز فشار راوړي او انسان یوه ځانګړي عاطفي حالت ته سپاري. د مظلومیت پر وړاندې د انسان عاطفي عکس العمل تل مرسته او ترحم وي، چې داسې ده، نو افغان یتیمان او په ښارونو کې کارکوونکي ماشومان خو پرته له هغې هم د نړۍ د مظلومو ماشومانو له ډلې دي، دوی ولې د خلکو د عواطفو د راپارېدو لپاره ډرامې کوي؟!

دا ځواب د انساني تاریخ پاڼې راکولی شي. هغه مهال، چې انسان لا دومره نه و وحشي او نړۍ د اوسېدو وړ وه، مظلومیت د عواطفو د تحرک لپاره یوه تنبه کېدای شوه، مګر ورو، ورو انسان د برلاسۍ احساس رالاندې کړ؛ د بل د لاندې کولو هڅه یې پیل کړه؛ د اوسپنې په څېر یو عنصر یې کشف کړ، چې وسله یې کړه او د نورو وژل یې ورته اسان کړل؛ توره په ټوپک، ټوپک په بم او بم په اتوم بدل شو او بالاخره د مرګ، جنګ، تشدد او تاوتریخوالي د وسایلو استعمال دومره مظلومیتونه وزېږول، چې د مظلومیت پر وړاندې یې د عواطفو حساسیت ټکنی کړ. مظلومیت زیات شو او د مظلومیت پر وړاندې د عواطفو حساسیت کم، دا باید د انساني ټولنې خاصه نه وای، خو چې تریخ حقیقت دی څنګه یې کوې؟ بېوزلان او مظلومان چې د بل انسان مرستې او ترحم ته اړتیا لري، باید په یو نه یو ډول د عواطفو له پلوه د مسخه شوي انسان پام او مرسته د ځان خواته راجذب کړي، مګر انسان چې عواطف یې متواترو ظلمونو او مظلومیتونو ځپلي بې غمه لکه بت په رډو، رډو ګوري او هېڅ حساسیت نه ښیي. بېوزلان او مظلومان مجبور دي، چې خپله بېوزلي او مظلومیت تر اصلي حالته شل چنده لوی وښیي، بیخي هغسې لکه موږ چې د کڼو خلکو لپاره اواز لوړوو او په لنډه توره پسې قدم اخلو.

د سوالګرو ماشومانو رنګارنګ ډرامې، چې د هغوی مظلومیت غټوي، ددې ثبوت دی، چې زموږ د عواطفو خوب اوس نو د مظلومیت په څاڅکي اوبو نه تښتي. دغه ډرامې زموږ د وخت د انسان د ضمیر پر مخ د پېغور تر ټولو لویې او درنې څپېړې دي، د اندېش په قول:

چې د خپل کور تیاره کې ګوته قدرې نشم لیدای
څه که زه والوتمه بره لمر ته ورسېدم

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب