شنبه, مې 18, 2024
Homeداسې هم شتهساینسهند د لومړي ځل لپاره مریخ ته ستوربېړۍ لېږي

هند د لومړي ځل لپاره مریخ ته ستوربېړۍ لېږي

تاند- د هند فضايي تحقیقاتي ادره (ایسرو) نن د لومړي ځل لپاره مریخ ستوربېړۍ لېږي.

ستوربېړۍ به د توغندي په وسیله د اندراپردېش ایالت له سریهاریکوته سیمې څخه واستول شي.

دا فضايی ماموریت د هند لپاره ډېر اهمیت لري او دا اندېښنه شته چې د هوا خرابولی یا نامناسب والی د سپوږمکۍ په توغولو کې ستونزې پېښې کړي.

خو له دې سره سره د هند د فضايي تحقیقاتو د ادارې ريیس کې. دارها کریشنن په ډاډ وايي چې کومه اندېښنه نه لري او وايي چې د سپوږمکۍ د توغولو وسیله اطمینان ورکوي.

د ده په وینا د مریخ د دې ماموریت لپاره باید د مځکې، سپوږمۍ، لمر او په خپله مریخ اغېزونه په پام کې ونیول شي ځکه چې د دوی ټولو موقعیت او وضعیت د بدلېدو په حال کې دی.

ښاغلي کریشنن زیاته کړه، د دې ستوربېړۍ لار یا مسیر باید محاسبه شي او حتي په محاسبه کې یوه کوچنۍ تېروتنه د ستوربېړۍ لوری په لسګونو زره مابله کوږولی شي.

د هند د فضايي تحقیقاتو د ادارې یوه غړي ګوردهن مهتا وویل: امریکایانو، اروپایانو او روسانو د مریخ د ماموریت لپاره له لویو ستوربېړیو او راکټونو کار اخیستی دی خو هند د دې هدف لپاره له داسي وړې وسیلې څخه کار اخلي چې عموماً د قطبونو په ټیټو مدارونو کې د کوچنیو سپوږمکیو د تنظیمولو لپاره ورڅخه استفاده کېږي.

د هند فضايي تحقیقاتي ادارې تراوسه پوري فضا ته ۳۵ سپوږمکۍ استولي دي او غواړي چې ۱۰ نورې هم ولېږي.

د امریکا فضايي تحقیقاتي اداره ناسا هم د هند له فضايي ماموریت سره مرسته کوي.

اټکل کېږي چې هند ته دا فضايي ماموریت په ۴۰۵ ملیارده هندي روپۍ، چې ۵۲ ملیون پونډه کېږي، تمام شي.

هند له نولس سوه شپېتمې لسیزې فضايي څېړنې پیل کړي او په اویایمه لسیزه کې یې څو سپوږمکۍ د ځان او ۲۰ نورو هیوادونو لپاره فضا ته استولي دي.

مریخ د شمسي منظومې څلورم ستوری دی چې تر مځکې په پراخ یا اوږد مدار کې خو په لږ سرعت حرکت کوي. مریخ د مځکې د ۶۸۷ ورځو په ترڅ کې له لمره راڅرخي. د مریخ خپله شپه او ورځ د مځکې تر شپې او ورځې یو څه اوږده ده.

د مریخ قطر ۶۷۹۰ کیلومتره دی.

2 COMMENTS

  1. تور لینګی پاکستان دی اوس تکړه شی او خرمرګی دی تیار کړی چی دا سپوږمکی په اسمان کی والوزوی او یا دی د پاکستان ای اس ای دی اوس ملایانو ته دنده ورکړی چی بس دا سپوږمکی دی د دعاؤ په برکت را نسکوره کړی. یاره داسی ښکاری لکه چی ددی لیونی سپی (پاکستان) عمر کم دی. د بلوڅو د خپلواکی مبازه نوره له دی نه وتی چی په خبرو دی ارامه کړی شی.

  2. دالخواره ولی افغانستان ته انتحاریان نه رالیږی خدای دوکړی چی یوه ورځی ورسره ونښلیږی او دافغانستان په ځیر ټوک ټوک شی
    دبی ناموسه چرکستان یعین پاکستان له لاسه زمونږ ملک در بدر دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب