چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeروغتیاخُرفه څه ډول سابه او د کومو موادو درلودونکي دي؟

خُرفه څه ډول سابه او د کومو موادو درلودونکي دي؟

خُرفه د خوندورو سبو په ډله کې راځي، چې له مغذي موادو څخه مالامال دي. دغه پاڼې لرونکي سبا چې په خام او پاخه

دواړو ډولونو خوړل کېږي، په خپل ترکیب کې ۹۳ سلنه اوبه لري. خُرفه له ډېر پخوا راهیسې په سنتي طب کې ځانګړی ځای لري، چې هر سل ګرامه خُرفه لږترلږه ۲۶ سلنه وېټامین اې او بتا کاروتین، ۳۵ سلنه وېټامین سي، ۱۷سلنه مګنیزیم، ۱۵سلنه منګنیز، ۱۴ سلنه پوتاشیم، ۱۱ سلنه اوسپنه او اووه سلنه کلسیم لري. دغه راز په ډېره لږه کچه وېټامین بې یو،

وېټامین بي دوه، وېټامین بي درې، مس او فاسفر هم لري. خُرفه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان او نور ګټور مواد لري. انتي اکسیدان په بدن کې د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي. دغه سابه د پوتاشیمو په درلودو سره، د وینې

فشار منظموي، د مغذي سکتې او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. خو د هغو کسانو لپاره یې د زیات خوراک سپارښتنه نه کېږي، چې د بډوډو ناروغي لري او یا یې هم په دوامداره توګه بډوډي شګې جوړوي، ځکه دغه سابه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه اګزلات لري، چې دغه څه په بډوډو کې د ډبرو له جوړېدو سره مرسته کوي.
حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی