شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeمقالېدریافغان سوله، او د لویې اومشورتي جرګو حقوقي اوتخنیکي اړخونه

افغان سوله، او د لویې اومشورتي جرګو حقوقي اوتخنیکي اړخونه

(محمد انورولید):(۱۳۹۷) لمریزکال ـ د سلواغې ۲۷مه

لومړی : ـــ د سولې تعریف:

سوله د تاوتریخوالي او جګړې وروستۍ پایله ده چې د ښکېلوغاړوترمنځ خپله، اویا د درېیم ګړوپه واسطه د لنډ مهال، منځمهال او یا هم اوږد مهال له پاره داسې صورت مومي چې دواړه خواوې به یود بل پړې اوملامتې پرځان مني، خود سولې له پاره به دواړه خواوې یوڅه ترلاسه کوي او یو څه به له لاسه په کې ورکوي.

دوهم : ـــ د سولې حقوقي اړخ:

د سولې له پاره ترټولو ړومبی دواړوخواووته لازمه ده چې په خپلوکې خپلمنځي جرګې اومرکې سره وکړي ، خودغه جرګې اومرکې له اهل حِل اواهل الرای (اهل خِبره ) داسې کسانوڅخه جوړېږي چې په هغوکې د ډېرولوېدلیواولیرې پرتوسیمود مظلومواو بېوزلو، کونډو، یتیمانو، بېمارانو، فقیرو، نادارواومحروموطبقود خلکوهغه استازي په کې ګډون ولري چې په خپلوخلکوکې ترټولو ریښتیني ، صادق، په خبره اوسیاست پوه اوامین خلک وي اوپرخپلومؤکلینوباندې ترهرډول شرائطولاندې هېڅ ډول ناروا معامله ونه کړي ، ځکه په عامه کچه د ټول ملت راغونډول اوله هغوڅخه مطلوبه نتیجه ترلاسه کول ناشونی کاروي .همدغه د سولې حقوقي اړخ دئ .

درېیم : ـــ د سولې قانوني اړخ :

کله چې داسې کسان تریوه محوري حقوقي چترلاندې سره را ټول شي ، په ګروپي شکل د ستونزوټوله آجنډا د یوه ملي میکانېزم په چوکاټ کې د ګروپي پروژوپه سیستم کې سره تقسیم ، اوهرګروپ ماده وارخپلې ستونزې ، کورني ، سیمه ئیزاونړیوال ابعاد اودهغوټولوپایلې سره وارزوي ، ګټې اوتاوانونه یې سره بېل کړي، بیا دټولواړوندوګروپواړوند پروژه یي پلانونه سره توحید اوداسې ملي ګډه پرېکړه ترې را وباسي چې په هغه پرېکړه کې د ټولواتباعوحقوق په پام کې په کې نیول شوي اوټولوته د منلووړوي، ځکه د لویې جرګې له پاره د مؤکلینوله خوا ټول ټاکل شوي استازي د ملت خپل قانوني حق دی چې هېڅوک په کې د حقانیت اوقانونیت پر بنیاد تصرف اودخالت نه شي کولی .

همدغه ډول سنتي یا دودیزه جرګه د خپل ملت په استازیتوب پرېکړه کوي او د خپل ملت برخلیک ټاکي چې هغه بیا ټولوته د منلووړاو هېڅوک له داسې ملي پرېکړې څخه سرغړونه نه شي کولی. ځکه لویه سنتي یا دودیزه جرګه د خپلو ټولو تصویب شويو متعادلومواداتوحقوقي اواجرائیي دواړه صلاحیتونه لري، ځکه چې د راتلونکواداري، تقنیني او قضآئیي سیستمونوپه منځته راتلوسره پرته له لاسوهنواومسخ کېدوڅخه د تعمیل جوګه کېدای شي چې په هغه کې د الهي متن (قرآن ) نبوي شرحې (احادیثو) اود جمهوروفقهي عُلماء وود قیاس اواجماع په رڼا کې داساسي قانون تسوید شوي ټول موادات د ملت د خپلواکې ارادي مظهراوښکارندوی وي.

څلورم : ـــ د سولې تخنیکي اړخونه:

د تلپاتې سولې راوستوله پاره باید اهل خِبره ، علماء ، سیاسیون ، باتجربه سپین روبي چې خپلې ستونزې ته ورته  بېلګې اود هغوی حللارې ورمعلومې وي، داسې خلک چې د ورپېښې ستونزې طرف نه وي پېژندل شوي ، په خورا له پند، موعظې او حکمت څخه د ډ کې، نرمې اوپستې ژبې فصاح، بلاغت، پرېکنده صلاحیت او کنټرول ولري، د خبرې مخرج او ځای د ماهر بناء په ځېر وپېژني. ځکه داسې خلک د انساني تعمیر د تلپاتې سولې اصلي معماران دي، هغه متل دی چې وایي:

(کنځ هرڅوک وایي ، خوخوله دغلام فاروق غواړي ) .           

ولې د دې پرخلاف که چېرته د سولې له پاره د لویې جرګې په بدل کې مشورتي جرګه را غوښتل کېږي په هغه صورت کې بیا سوله په لنډ وخت کې ځوانیمرګه شي اود دائمي سولې راوستوله پاره د سولې حقوقي اوقانوني دواړه اړخونه صد مه ویني اوله منځه ځي، ځکه په مشورتي جرګه کې له مصنوعي اود مخه مهندسي شویواستازو ټولې پرېکړې د ملت د ارادي خلاف او یووازې د پریو او خپلو شخصي ګټواستازیتوب کوي اوبس چې پایلې به یې په لاندې ډول وي:    

لومړی، د مؤکلینو روا اومشروع غوښتنې له پامه غورځول کېږي اود هغوی سپېڅلې ارادي ته په سپکه سترګه کتل کېږي، سوله په سِّري توګه د مؤکلینوله ارادي اوغوښتنې پرته مصنوعي شکل ځانته اختیاروي ، ځکه د اصلي استازو پرځای د زدوبندونواومعاملوماهرین معرفي کېږي چې همغه کسان بیا د سولې اصلي ماهیت اومشروعیت په لوی لاس له منځه وړي.    

دوهم ، د ریښتینې سولې بعینه مصداق اوتعریف په کې مدغم کېږي اوسوله د زر، زوراوتزویربڼه خپلوي اود سولې پروسه لکه د جمعې مړی یوه اوبل تاریخ ، اویوه اوبل لاس ته سپارل کېږي .

درېیم ، سوله خپل مشروعیت په کې له لاسه ورکوي اود ذي د خلواړخونورول ، د هغوی نامشروع غوښتنې اوونډې په کې کلیدي رول لوبوي.

څلورم ، د سولې قانونیت ته په کې صد مه رسېږي ، ملي سوله د حرفوي دلالانو په لاس کې لوېږي ، هغوی پرریښتینئې سوله باندې له دښمن سره معامله اوخپل سوړتجارت کوي ، ځکه چې حرفوي دلالانوته ترملت اود ملت ترحقوقو، خپلې ګټې غوره اومهمې وي.

پنځم ، د سولې ټول تخنیکي اړخونه له خپل طبیعي مسیرڅخه کږېږي اود سولې اجرائیي واګې دداسې خلکولاس ته لوېږي چې د ملت د ارادي اوبرخلیک پرخلاف هغوی خپله د اصلي ستونزې طرف پېژندل شوي ، ځکه هغوی له دښمن سره د مخکینیوپټونامقد سو معاملواوزدوبندونوله مخې خپل فنډونه اوامتیازات پرې اخلي اوپه لوی لاس د ملت د برخلیک ټاکلوله پاره د سولې قانوني اوحقوقي اړخونه ترسوال لاندې راولي اوداصلي لویې جرګې جوړېدوله پاره مختلفې آنې بهانې لټوي ، موانع اوخنډونه یې په وړاندې را ولاړوي ، اوپه بد ل کې یې د مشورتي جرګې را منځته کولوله پاره داسې لارې چارې هواروي چې یوازې مشوره ورکړي اواجرائیي هېڅ صلاحیت ورسره نه وي ، ځکه مشورتي جرګه په اصل کې یوازې د خلکو وخت ضایع کوي د خلکوپام بلې خواته پرې اړوي ، دښمن ته د بلې توطئیې جوړولواوپه لاره اچولوفرصتونه پرې برابروي اونورهېڅ هم نه شي کولی.

پایله :

اې افغانانو! دا خبره په یوه غوږ واورۍ اوتربل یې مه باسۍ چې تلپاتې سوله په ستونزه کې د ذيدخلواوښکېلوطرفینوترمنځ د درباري اود ېکتې شویوخلکوپه خوله نه راځي ، بلکې تلپاتې سوله د پورته څلورواړوهغواصولوپه پام کې نیولوسره منځته را تلای شي چې ما ورته پاس په لنډ ډول اشاره کړې ده . ځکه تلپاتې سوله پرهمدغواصولوباندې ولاړه ده چې لومړی باید سوله تعریف شي ، ورپسې باید د سولې حقوقي ، قانوني اوتخنیکي اړخونه وڅېړل شي ، ترڅود رېښتینې سولې غورچاڼ ترې په ډاګه اوپه صادقانه اورېښتینې توګه عملي بڼه خپله کړي .

هو! د تلپاتې سولې اصلي کیلي همدغه ده. له توجه اوپرې عمل کولونه مونړۍ مننه . ( محمد انور ولید )  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب