د پخوانو په بندي اند چې د ساینسي او عصري علومو زده کړه یې د مسلمان لپاره نامناسبه بلله او مسلمان یې له اسلام څخه په خلاصولو پړ کاوه، له دین (اسلام) څخه په نابشپړې خبرتیا؛ صرف د دیني علم زده کړه روا بلله.
خو دې بندي اند چې د ژوند ژوندۍ پېښې، په طبعي نظامونو کې کشفيات، په اجسامو کې د حقیقي تصوراتو انځورونه درک کړل؛ نو اړ شو چې فکري جېل مات او د واقعتیونو په لوټون پسې والوزي.
د لرو پرتو سیمو او کلیو څخه په شمار کسان زده کړو پسې هغو لرې – لرې ښارونو ته تلل چې د تمدن څادر پکې غوړېدلی و او علمي تنده خړوبېدی شوی، تللي کسان به د وخت په سویه پوه راستنېدل، په پېژندو انساني طبقو سربېره؛ ناپېژندو انساني طبقو یې هم د استعداد، پوهې او لوړ بصیرت انګازې واورېدې.
په ټولنیز ژوند کې له عامه خلکو نه په بېله سترګه ننداره کېدل، د خلکو په منځ کې یې درناوی کېده، خبره یې د کاڼي کرښه وه؛ ځکه دوی په هر څه پوه بلل کېدل.
بیا چې علمي محدودیت، فکري ودې ته د منلو وړ نه شو؛ نو علم ټولنیز عمومیت خپل کړ چې ریښتیا هم تعلیم د انسان لپاره غوره دی، د انسان دنیوي او اخروي ګټې پکې نغښتې دي.
نو د خلکو پام شو چې که نور هېڅ نه وي په کورنۍ کې یې دې یو غړۍ باسواده شي په راوروسته کې دې فکر زور واخیست چې نه، د کورنۍ بشپړه نارینه طبقه دې باسواده شي.
هغه کورنۍ چې اکثریت نارینه غړي یې په نسبي توګه په علم سمبال شول؛ نو د ژوند بریالي مسیر ته یې ځان چمتو کړ.
نارینه لوستې کورنۍ چې د نړیوالو ټولنو د پرمختګ پر رمز پوه شول نو ښځې طبقې ته یې د تعلیم کولو فرصت ورکړ چې دا مهال د هېواد په علمي نهادونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نارینوو ترڅنګ ښځینه زده کړیالانې هم لرو چې شمېر یې په پوهنیز نظام کې په لوړېدو دی.
موږ لوستې طبقه د علم او پوهې سره د لېونۍ مینې پرلرلو نړیو��ل حیران کړي، په نړیواله کچه تقدیر او تحسین کیږو، د هېواد د اکثریت ناجوړ وضیعت سره سره بیا هم پوهنیز نظام د پیاوړتیا په حال کې دی، نه پرېږدو چې پر علمي فضا دې محدویت حاکم شي.
هر کال په بېلابېلو علمي درجو فارغ زده کړیالان ټولنې ته د خدمت په بهانه وړاندې کوو؛ خو په ټولنه کې هغه مثبت بدلون چې موږ تمه ترې لرو، نه یې وینو؛ که ووایم چې هر څه هماغسې پاتې دي، ډېره به خیالي نه وي.
جنګ زور اخیستی، اقتصادي وضیعت فوق العاده خراب دی، سیاسي هڅې د هېواد لپاره بې ګټې تمامیږي، کلي ټولنیز نظام ګډوډ او پردۍ لاس وهنې په پراخه کچه.
دا ولې؟
ستونزه څه ده؟
د ستونزې پر مهال، ولې د حل لاره نه پیدا کیږي؟
د نړیوالو ټولنو علمي خوځښت د ټولنیز پرمختګ لپاره موثر او مثمر تمامیږي، په پراخه کچه د هوسا او پرمختللي ژوند شاهد ګرځي.
په کمو هڅو زیات بدلون او لګښتونه یې په ځای لګیږي.
زموږ ټولنیز علمي حرکت ته که ځیر شو د پوهنیز سمبالښت په تناسب مو بیا هم ټولنیز بنیادي پرمختګ ندی کړی.د علمي ـ تحولي ګراف ترمنځ مو تعادل نه لیدل کیږي او د تحولي رکود شاهد یو.
ځکه موږ علم د مادې سره په مېزان کې اچولی، که یې وینو نه، خو فکرً موږ ته اشغالونکی څیز ښکاري او د مادیت پر پوله ورته ناست یو.
موږ د علم سره مادي چلند کوو او علمي ګټه مو هم تر همدې پولې محدوده کړې؛ ځکه خو د علم سره زموږ اړیکه داسې ده لکه د مطلبي مسکین او صادق شتمن ترمنځ چې ناسته و پاسته د شتو پر محور راڅرخي.
موږ علم ته د مونده حس نظر کوو، لید مو علمي پانګه پر موږ زېوري پانګه لمس کوي، د علومو، فنونو او هنرونو کميت او کیفيت سره د انفرادي اقتصادي او شخصي ټولنیز مطرحه سلوک ته اړ کړي یوو.د علم پر اهمیت پوهیږو خو پر ماهیت یې فکر نه کوو، علم حاصلوو خو پر علمي راز یې فکر نه کوو؛ ځکه خو له یوې خوا دنیوي احتیاج او حریصې قوې غلبه کړې؛ له بلې خوا د علمي زده کړو، دنیوي شتمن ذهن د علم له دودیزې رابطې سره اشنا کړي یو چې يوازې ټولنیز ـ بازاري علمي رقابت او انفرادي ـ ګروپي مفاد ته یې هڅولي یو.
علوم لولو خو پرلوستلو یې غور نه کوو، تاریخ لولو خو تجربه کوو یې نه، طب لولو خو پر نتایجو یې فکر نه کوو…
دا پوښتنې چې هره ورځ زموږ فکر ته په تکراري ډول راځي او پوښتنیزې عملي پېښې هم وینو؛ خو په عملي فکر یې نه بدلوو چې
هېواد ولې د مسلسلو ناورینونو شاهد دی؟ حال دا چې اوږد له پند او خوند ډک تاریخ هم لرو او مطالعه کوو یې هم.
موږ تاریخي تېروتنو ته د پای ټکی نه دی اېښی تکراروو یې، بل دا چې د تاریخي کرکټرونو او پېښو سره خیالي برخورد کوو، په ټینګار یې ټوکې هم ګڼو.
یو مثال: کله چې د یوه معالج ډاکتر ملګري سره مخ شو؛ نو د لیدنې پرمهال دده څخه دده د کار په اړه پوښتو چې ډاکتر صېب کار دې څنګه دی، مریضان څنګه دي شته او که نه؟
ډاکتر ملګری په عادتي فکر وایي: هو، شکر ښه دی، ترې رازي یم، ناروغان زیات دي فارغ وخت مې کم وي.
ډاکتر خپله موخه چې له مسلک یې درلوده او لري یې
بیان کړه.
ډاکتر ددې کاري چاپېریال په لرلو خوښي څرګنده کړه.
له ډاکتره د انساني ـ ټولنیز احساس او دیني رسالت په سپارښت، ملګري یا د یو ټولنیز ژمن انسان په حیث چا ددې پوښتنو جراات ونه کړ چې په لطافت یې ورته وړاندې کړي:
ډاکتر صېب تر تداوۍ لاندې د نیول شویو ناروغانو کچه تر کومې اندازې راټیټه شوې؟
د مرض د پیدایښت انګېزه او لامل څه دي؟
ایا ستا د تداوۍ اغېزه مثبته او که منفي ده؟
ایا په ناروغانو کې پیدا شوی مرض ستا پر تداوۍ وقایه کېدی شي او که نه، که نه، ولې دلیل یې…؟
هغه پوښتنه چې پر پوښتنه کولو ارزي، نه یې کوو؛ ځکه موږ ټولو شخصي تمې دې ته ورته ټکو ته محدودې کړې.بل دا چې د ډاکتر ملګري د ملګری د لاسه په ورکولو وېره راځي چې هسې نه خفه شي او د ډاکتر په زړه کې به دا راتاو شي چې ستا یې پدې څه؟ ته داسې د خلکو له غمه مړ یې؟
نه موږ دې ته ورته پوښتنې په ټولنه کې د اړوندو مسلکیانو نه نه دي مطرح کړې صرف د دوی څخه د دوی پر هغه شخصي او ناخوښو موضوعاتو بحث او ټولنیزې اړیکې پالو.
په ټولنه کې چې د هر علمي، فني او هنري مسلکونو سره، د ریښتینولۍ او واقعتونو پربنیاد چلند وکړو، له علم سره شعوري اړیکه وساتو نو په حقیقي ژوند کې به بدلون ووینو، د بشر پر مخ کې د پرتو لارو د مزل بریالي لارویان به شو.