یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمیرمند مارچ اتمه د افغان ښځو اوسنی وضعیت

د مارچ اتمه د افغان ښځو اوسنی وضعیت

۱۳۹۷/۱۲/۱۷ کابل
سردار محمد همدرد
نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده،  دا ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو د ورځې په نوم لمانځل کیږي.
زموږ په ګران هیواد افغانستان کې هم دا ورځ په یو لړ مراسمو لمانځل کیږي!
افغان ښځې ډیرې باتوره، زړورې او با ابتکاره دي.
په تاریخي لحاظ هم زموږ افغان ښځې په بیلا بیلو ډګرونو کې خپلې وړتیاوې ښودلي دي.
مثلاً په علمي،  سیاسي، فرهنګي،  د وطن سره د دفاع په لاره کې د اولاد په ښه روزنه کې، په ټولو برخو کې زموږ افغان ښځو خپل مسولیت په ډیر جرأت او صداقت سره سرته رسولای دی.
زه لنډه یادونه کوم!
زرغونه انا،  نازو انا،  ملاله میوندي،  سپینه ادې،  ګوهر ښاد، دې ته ورته په لسګونو او سلګونو میرمنې لرو.
ما چې مخکې د ښځو د ټولو ډګرونو د وړتیاوو خبره وکړه،  فقط په دغه پنځو تنو کې تاسې ټولې وړتیاوې خلاصه کولای سئ.
زه په ډیر واضح ډول وایم چې زموږ افغاني کلتور د ښځو په ضد ندی.
زموږ په ټولنه کې ښځه ډیر لوی مقام او عزت لري،  زموږ په ټولنه کې د ښځو لپاره یوه اصطلاح ده (تور سرې)،  دا اصطلاح د ښځو د احترام لپاره استعمالیږي.
داسې ویل کیږي کله چې زموږ په ټولنه کې خلک بې لارې سي او بیا په لویه لار باندې چې کله غلاوې کوي،  غله چې کله ښځې و ویني،  بیا د هغه لارووني کسانو غلا نکوي.
بله خبره دا ده چې کله د یو چا په خپل دوښمن باندې لاس بر   سي که هغه په کور کې د ښځو په منځ کې وي دښمن ورباندې برید نه کوي او که بیا پر خپل دښمن حمله کوې او ښځه ورته ووایي چې د پلو روی مې در وړی دی  بیا هغه کس پلو روی ته احترام کوي او د دغه کاره تیريږي.
زموږ په ټولنه کې پخوا چا دا جرأت هم نسو کولای چې ښځې ته دې بده خبره وکړي!
زه نه غواړم چې ډیر تاریخي بحث وکړم،  بلکې دا غواړم چې ځينې تریخ حقیقتونه ووایم،  هر څه ته باید  د حقیقت په سترګه وګورو.
دا منم زموږ ښځو ته چې اسلام کوم حق ورکړی دی،  موږ په ټولنه کې هغه حق نه ورکوو،  دا ټول د بې علمۍ او جهالت نښې دي!
مثلاً په ځینو کورونو کې د ښځو سره تاوتریخ والی، په میراث کې حق نه ورکول،  په پیسو ښځې خرڅول دغه ټولې ستونزې د تعلیم او سواد نه شتون دی.
اوس غواړم چې د ښځو په اوسني وضعیت باندې لږ بحث وکړم،  نن چې دا ورځ په افغانستان کې لمانځل کیده،  ډیرو بیا پر سټېج پاندې شعارونه ورکړل او د افغان ښځو د پرمختګ خبره یې وکړه،  دا خبرې هغه چا وکړې چې ټولو نه اکثریتو یې د ښځو په نامه بېلې ، بېلې پروژې اخیستې،  ځانته ته یې ښه ژوند برابر کړی دی او دوی همېشه د ښځو د پرمختګ خبره کړې ده، زه خو وایم چې اوس ښځې په ډیر بد حالت کې دي.
د روانې څلویښت کلنې جګړې او بې عدالتیو تر ټولو زیاته قرباني زموږ ښځي دي،  یا یې خپل خاوندان له لاسه ورکړي دي،  یا یو پیغلې د خپل ورور په غم کې ژړليي دي  او یا سپین سري مور د خپل ځوانیمرګ زوی په غم کې ژړلي دي، یعنې د دې جګړې لوی غم ښځې تر نارینوو ډیر ځپلي دي!
دا اوس تاسې په ښارونو کې وګورئ ، د نارینوو په پرتله ښځې زیات فقر کوي،  په دې کې کوچنۍ ماشومانې انجونې،  ځوانې پیغلې، په بدن ډیرې کمزورې میندې،  هغه پیسې چې د ښځو  د اقتصاد د ودې لپاره راځي تاسې هغه محاسبه کړئ،  هغه پیسې بې ځایه د څو کسانو جیب ته ولیږي،  بنیادې طرحه نسته.
که دا حالت داسې جریان ولري د ښځو د فقر کچه به نوره هم لوړه سي.
د دې تر څنګ جنسي زورونې په کور کې تاو تریخ والی،  ډیری ښځې ځانونو ته اور اچوي چې دا سې پېښه پرون هم په هرات کې تکرار سوه چې یوې ښځې ځانته اور اچولی وو،  یعنې داسې پېښې ورځ تر بلې ډیریږي.
د ښځو د وضعیت د بهبود لپاره باید یو واضح طرحه جوړه سي،  د ښځو حقوق باید د انجویي , پروژه یي او شعاري  حالته راوباسو،  د ښځو لپاره باید  یوه بنیادي طرحه جوړه سې.
یوه مسله د ښځو د تعلیم خبره ده،  ډیری خلک چې خپلې خویندې او لوڼې چې د تعلیم څخه محروموي ، د هغوی خبره دا وي چې د ښځو لپاره له نارینوو څخه جلا تعلیم غواړي،  د دې ستونزې لپاره اساسي حل دا دی چې د خلکو دغې غوښتنو ته باید مثبت ځواب وویل سي،  تر څو هیڅ ښځه د تعلیم څخه پاتې نسي.
دوهمه خبره دا ده  اسلام چې ښځې ته په میراث کې کوم حق ورکړی دی،  هغه باید ټول ومنو.
دریمه خبره دا ده چې د ښځو د کار لپاره باید د نارینوو څخه جلا دفترونه او ادارې جوړې سي،  تر څو ښځه د کور څخه د کار اجازه ولري، یعنې تر څو پورې مو چې د ښځو بنیادي ستونزو ته توجه نه وي کړې ممکنه نه ده چې موږ دې د ښځو په وړاندې روان حالت قابو کړو.
د دې ورځې په مناسبت خپلو ټولو محرومو،  مظلومو میندو او خویندو ته مبارکي وایم، انشا الله زموږ مبارزه به د دې لپاره وي چې ښځه په ټولنه کې واقعي د خپل حق څخه برخمنه سي.

2 COMMENTS

  1. سلام
    نن د ڼړۍ په ځینو هېوادونو کې دعد م تشد د مظاهرې واټو نو کې را څرګندې شوې ما نا دا چې
    د ښځو نړیوا له ورځ و پالل شوه. د ښځوحقوق نه یوازې په افغانستان کې بلکې د نړی په ډیرو سترو او پر مخ تللو هیوادو نو کې هم مختلف ابعاد لری او حقوق یې نه ورکول کیږی حتي هغه هېوا دونه چې د خپلواکی ډبرې پر سینه وهی
    زمونږ عقیده او کلتور کې د ښځې حیثیت او شخصیت اوچت اهمیت لری په کلام الله کې صریح ایه ده چې نارینه ا و ښځه یو دبل لباس بولی دلته یو او بل او لباس ډېر پراخ او عامی اړخ لر چې تبصره کې بحث ګرا ن وی اوس به دا خبره کوم بل منا سب وخت ته پرېږدو
    دا چې ولې موږ پر هغه څه چې زموږعقیده او ایمان امر کوی عمل نه کوو بې خبره یو یا په دې باره کې پوهه نه لرو دا بیا بل مسولیت دی او د سیالی خبره نه ده
    دافغانستا اوسنی کړکیچ کې د ښخو حقوق تر یوه حده پورې سیاسی بڼه لری سره ددې چې ډېرې مستحقې دی او باید د هغو لپاره ټولې مالی ، اجتماعی،، کلتوری او تعلیمی مناسب مرکزونه او منا بع تهیه او برابر شی ښځې د یوی ټولنې هغه وخت معرف کیدایشی چی بشبړه اګاهی تر لا سه کړی او د سیالیو له څلور ی نه ځا ن وژغوری او دوست او دښمن وبېزنی

  2. د ښځو په هکله لږ غوندی متفاوتی او طنازانه څرګندونی
    د مارچ اتمه د ښځی د لمانځنی میاشت ده خو
    ځینی روحی- جنسی متخصصین پدې عقیده دی چي هر نر خصوصاً مجرد بالغ نر په هرو پنځه ویشتو دقیقو کی دوې دقیقې فقط د مخالف جنس یعنی ښځی په هکله فکر کوی
    د پورته تئوری د اثبات څخه ښکاری چي تقریباً هره ورځ د ښځی ورځ ده
    موږ نران د ښځو په هکله نظرونه وړاندی کوو خو
    کاشکی ښځو هم د نزاکت پرده څیرلې وای او زموږ نرانو په هکله ئې څرګندونی کړی وای
    شاید نظر ئې څرګند کړی وی خو نظر ئې هم دوی غوندی د لطافت او غلظت څخه یو ډک نظر دی
    مچول، مچول دی
    خو
    د مور او لور او خور د لاس یا تندی یا سترګو مجیده یوه مزه او کیفیت لری
    او د ماندینې د شونډانو مچیده بله مزه او کیفیت
    شاید ښځو ته دا قُدسی بیان په زړه پوری وی چي د څلورو واړو مچو ثواب د مریخ د پراخوالی په اندازه دی
    ښځه خصوصاً زموږ د ټولنو ښځه شاید لږ پدې خپه اوسی چي ولی په ځینو یا مهمو چارو کی د تصمیمونو د مرکز څخه لیری او ګوښه ساتلی شویدی
    خو
    باید ورته په ډاګه شی چي
    خورکی
    تاسی نه چي حتی د ټولی نړۍ ښځی باید خوښي او راضی اوسی چي دا د غولو د سمندر د کښتۍ پر اشترینګ تشریف نلرۍ
    پرېږدۍ چي د روانی پېړۍ د ټولو کُسمادریو او ظلمونو او توطئو او وژنی پړه یوازی ستاسی د مړونو او زامنو او پلرونو او وړونو پر اوږو دروندوالی وتپی
    ستاسی نظیفه او ظریفه عاطفه ددې درنو مسئولیتونو د زغمل توان نلری
    ستاسی لپاره دا ویاړ بس دی چي
    ټول اولیاء او عرفاء پدې عقیده دی چي په جنت کی به ستاسی تعداد تر موږ نرانو ډېر وی
    د ډېر بانډار حوصله راکی نده پاتی
    ستاسی حقوق شاید ستاسی په نظر غصب شوی وی
    خو
    باور وکی چي موږ هم د خپلو غصب شوی حقوقو په هکله د ځانو او نورو سره ډغری وهو
    ستاسی یو کشر ورور کوم انډیوال ته لیکلی وه
    د افغانستان د مشرانو او احیاناً کشرانو خُلقونه او حلقونه ځکه ډېر ترخه دی چي
    د نړیوالو اربابانو او مَلَکانو خُلقونه ډېر ترخه او حتی فاسد دی
    ګرانو ښځو
    د اورېدو څخه ستاسی ښیراوی او دُعاوی منل کیږی
    نو
    تاسی اول زموږ دواړو مشترک دښمن ته یوه برداره ښېرا یا دُعا وکی چي هغوی سړی شی چي په هغه صورت کی به موږ او تاسی د مطلوبو او مطرحو حقوقو د تأمین په هکله سره جوړ راسو
    خبری اوږدې دی او خوږې او ترخې
    ستاسی نېکمرغی او خوښی زموږ نېکمرغی او خوښي ده
    یوه غوښتنه
    یو غوږ مو د لیبرالیسټی غولوونکو هیجانی سندرو څخه پټ وساتی او بل غوږ مو د دیوبندی او وهابی مرتجعینو د ارتجاعی سندرو څخه پټ وساتی
    فقط هغه سندری واورۍکومی چی ستاسی د فطری او انسانی کلتوری او وطنی عمومی جوړښت او مؤقعیت سره اړخ لګوی
    ستاسی وړونه باید ستاسی په ښکلو ګوتو کی د خیاطۍ د ستنی تر څنګ د ښکلی قلم د نیولو او کارولو د مشاهدې ویاړ هم تر لاسه کی خو د هغه قلم څوکه کومه چي د محرماتو د پردې د څیرلو جرئت په ځان کی ونه روزی
    د وروستی ترخه جدّی طنز د عرض اجازه هم راکړی
    ځینی کسان ستاسی د مشروع حقوقو د غصب د کیسې د هېرولو یا کمزوره کولو پخاطر په چاپلوسانه ادبیاتو ساندی وهی چي ګواکی
    د هر بریالی او قهرمان نر تر شا یوه بریالۍ او قهرمانه ښځه وجود لری
    دا شاعرانه او وچ مورۍ شعار هیڅکله بدرګه نه کۍ
    ځکه
    یو بل پَک شاعر به پیدا او ږغ به وکی چي
    د هر لوی جنایتکار تر شا یوه ….مور وجود لری
    دواړه شاعرانو ته په زغره ووایاست چي
    نه به سره تېر باسو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب