دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکلتوربلخي فرهنګیان او ترمنځ یې ناندرۍ| صالح خان مومند

بلخي فرهنګیان او ترمنځ یې ناندرۍ| صالح خان مومند

بلخ د افغانستان یو له هغو ولایاتو څخه شمېرل کېږي، چې نږدې ټول قومونه په کې استوګنه لري، له تېرو څو لسیزو راهیسې په دې ولایت کې ګڼې فرهنګي کړۍ رامنځ ته شوي، چې تر دې دمه یې د پام وړ کارونه ترسره کړي؛ خو له تېرو شپږو کلونو راهیسې په دې ولایت کې د یو شمېر پښتنو فرهنګیانو تر منځ په ځينو وړو خبرو د لرې والي او خپګان مسئلې رامنځ ته شوي، دا واړه کږلېچونه تر دې ورسېدل چې په وړه ناندرۍ واوښتل، هغه داسې چې بلخ مېشتو فرهنګيانو په يو بل پسې خبرې پيل کړې، چې دلته ډېرې يې يو پلو ته متوجې وې او دي چې تر دم ګړيه‌ چا پرې غوږ نه دی څنډلی.

همدا ده چې همدغه د نفاق لمنه ارته شوه او د غوړېډو په حال کې ده، چې له امله یې ځینې ځوانان او مشران د نفاق په ناروغۍ اخته شوي او په بلخ کې یې د ځانځانۍ خبرې پیل کړي. په لاندې څو لنډو ټکو کې غواړم، چې د دې کړنو یو شمېر لاملونه روښانه کړم:

په تېره یوه نیمه لسیزه کې بلخ کې پښتو ادب ته پښتانه ځوانان یو شمېر خلکو او ادبي ټولنو وهڅول تر څو د پښتو ادب برخه کې یو څه ولیکي، او چاپ یې کړي .

چې همدا کار هم ترسره شو؛ خو د وخت په تېرېدو سره د دغو خلکو اصلي موخې نورو خلکو ته معلومې شوې، د دوی موخې یواځې خپل ځان ته د سوداګرۍ لاره پرانیستل، ځان مشهوره کول او مقام ته رسول و.

په ګڼو فرهنګي ځوانانو سوداګري وشوه کابل، خوست، ننګرهار او تر پېښوره په یادو فرهنګي ځوانانو تجارت وشو خو امتیاز یې یواځې د یو څو کسانو لاس ته ورغی.

د یو شمېر لیکوالانو او شاعرانو کتابونه په خپل لګښت چاپ شول؛ خو امتیاز یې هماغو مشخصو کسانو تر لاسه کړ چې ګواکې دغه کتابونه مونږ چاپ کړل.

دغه یادې کړنې د دې لامل شوې، چې د یوې ادبي ټولنې څخه له اوو نه تر اتو پورې ټولنې جوړې شوې او د ناسمو رقابتونو لپاره زمینه برابره شوه، چې د فرهنګي شخصیتونو تر منځ یې د نفاق ډېوه بله کړه.  

په دغو فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو کې داسې بنسټونه هم شته، چې یواځې د ټاکنو پر وخت ډېر ښه فعال وي، چې تر څو د یو نوماند څخه ملاتړ وکړي او پیسې ترلاسه کړي.

موخه مې تور پورې کول نه دي، بلکې د ځوانانو د هڅو يادول او بیا پر يو ټغر کېنول دي، چې ولې د دوی کړنې په داسې سېمه کې ناديده نېول کېږي او يا د څو خود غرضو په ګټه تمامېږي. په دې تمه چې نور د نفاق د دایرې را بهر شو او تېرې کړنې نورې هم قوي کړو نه چې یې د خاورو سره خاورې کړو .

که بلخي فرهنګیان په رښتیا هم غواړي چې خپلې ژبې ته د زړه څخه کار وکړي او وده ورکړي نو نور باید د دغسې خلکو څخه لاس واخلي او پر وړاندې یې باید غږ پورته کړئ .

او رښتنو او با احساسه فرهنګیان باید یو بل ته درنښت وکړي او د یو او بل خبرې وزغمي ګنې دا تېرې کړنې به مو په سین لا هو وي.

د یووالي په هیله!‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب